1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانې پاکستانۍ وزیرې ته: موږ مه هېروئ

۱۴۰۱ آذر ۸, سه‌شنبه

د مخکښو افغان ښځو يوې ډلې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت له وزيرې غوښتنه کړې چې د دوی کړاونه دې له پامه نه غورځوي. حنا رباني کهر د سه شنبې په ورځ له طالب چارواکو سره د خبرو اترو په موخه کابل ته سفر کړی دی.

https://p.dw.com/p/4KE9U
آرشيف انځور: په کابل کې د ښځو د حقونو له پاره مظاهره
آرشيف انځور: په کابل کې د ښځو د حقونو له پاره مظاهرهانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د دولت وزيرې حنا رباني کهر، چې په ۲۰۱۱م کال کې یې د پاکستان د بهرنيو چارو د لومړۍ ښځينه وزيرې په توګه افغانستان ته سفر کړی وو، اوس په داسې حال کې کابل ته رسېدلې ده چې طالبانو يو څو اوونۍ تر مخه پر افغان ښځو بندیزونه نور هم کلک کړي او هغوی پارکونو، مېلو او حمامونو ته له ورتګه منع کړل شوي دي.

د افغانستان له پاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي هم د جمعې په ورځ ويلي ول چې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدوديتونه د «بشر ضد جرم» په توګه حساب کيدلای شي.

يو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی کابل ته سفر کوي

د افغان ښځو شبکې چې د يو شمېر مدني ټولنې استازيتوب کوي، په يوه پرانيستي ليک کهر ته ويلي دي: «تاسې زموږ په ګاونډي هېواد کې د ښځو د موقف يا حيثيت يوه نمونه یاست.» په دغه ليک زياته شوې: «موږ پر تاسې غږ کوو چې له خپل سفر څخه نه يوازې د يوې وزيرې بلکې د يوې ښځې او يوې مسلمانې مشرې په توګه د افغانستان د ښځو د ملاتړ او زموږ سره د يووالي د پياوړي کولو په توګه هم استفاده وکړئ.»

د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د دولت وزیره حنا رباني کهر
د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د دولت وزیره حنا رباني کهرانځور: picture-alliance/dpa

پاکستان له طالبانو سره پيچلې اړيکي لري. پر دغه هيواد اوږده موده د طالبانو د مرستې تور لګول کیده، حتی هغه وخت هم چې پاکستان په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو د ماموريت ملاتړ کاوه.

پاکستان: پر افغانستان دې بندیزونه نرم کړل شي

پاکستان او افغانستان چې ډېره اوږده شريکه پوله لري، وخت پر وخت د دغه پولې په اوږدو کې وسله والې شخړې هم رامنځته کيږي.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان تحريک طالبان ډلې چې مشرانو او جنګيالو یې اوږده موده په افغانستان کې هم فعاليت درلود، اعلان وکړ چې له حکومت سره یې اوربند مات کړی او خپلو جنګيالو ته یې په ټول هيواد کې د بريدونو کولو امر کړی دی.

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته تر رسېدو وروسته افغان طالبانو په وار وار پر دې ټینګار کړی دی چې هيڅ خارجي ډلې ته به له خپلې خاورې څخه د فعاليت اجازه ور نه کړي.

تر اوسه هيڅ کوم هيواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی او دغه هيواد ته د بهرنيو ديپلوماتونو سفرونه په تېره د لوړ رتبه ښځو سفرونه، ډېر لږ دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشیف څخه: