1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو د شکسپير تمثيلي ټوټه اجرأ کړه

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د المان په نویس ښار کې سږ کال د ویلیم شکسپیر فيستيوال يوه خاصه ځانگړتیا لرله. په دې فيستيوال کي د لومړي ځل له پاره افغان ممثلینو د ویلیم شکسپیر«د اشتباهاتو کمېدي» په نوم تمثیلي ټوټه اجرأ کړه.

https://p.dw.com/p/15HqY
انځور: Rah-e-Sabs

ویلیام شکسپیر (۱۵۶۴-۱۶۱۶) انگلیسي شاعر او ډرامه لیکونکی دئ چي ډیر تلپاتي اثار لري. ویل کیږي چې د «اشتباهاتو کمېدي» د هغه لومړۍ ډرامه ده.

دغه داستان په پخواني یونان کي پېښیږي. داستان د یوه داسي تجار په اړه دئ چي غبرگولي زامن او ښځه ئې ورک سوي دي. دغه سوداگر د خپلو زامنو او ښځي په لټه کي یوه بل ښار ته ورځي او په دې ښار کې د بېلابېلو عواملو له کبله د مرگ په سزا محکومیږي.

کله چې د دې ښار حاکم د سوداگر د ژوند کیسه اوري نو په زړه کې ئې رحم پیدا کیږي او ورته وایي چې که د ورځي تر پایه پوري ۱۰۰۰ مارکه پیدا کړي نو د هغه گناوي به وبخښي. له دې کبله چې دا یو کمېډي داستان دئ، په ښه شکل پای ته رسیږي. د کیسې په پای کې تاجر خپل زامن او ښځه پیدا کوي او د مرگ له سزا څخه هم معافیږي.

خو د «راه سبز» د تیاتر گروپ د دغه داستان صحنه له یونان څخه افغانستان ته انتقال کړي ده. د شکسپیر د کیسې په افغاني بڼه کي سوداگر سمرقندی وي او خپل ورک شوي زامن په کابل کې لټوي.

د «اشتباهاتو کمېډي» له هغه وخت راهیسي په ډیرو هیوادونو کې اجرأ شوې ده خو کیدای شي چي دا لومړی ځل وي چې دغه نمایشنامه د افغان ممثلینو له خوا اجرا کیږي. خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چي داسي یوه نمایشنامه چي۴۰۰ کاله مخکي د یوه انگلیسي لیکوال له خوا لیکل شوې وه، له اوسني افغانستان سره څه تړاو لرلای شي.

د افغانستان تکړه ممثل ممنون مقصودي، چي په دې ډرامه کي د احسان (سوداگر) نقش لوبوي، وایي چي د شکسپیر ډرامې نړیوالي دي. هغه وایي چې د شکسپیر ډرامه چي په هر هیواد کي اجرأ شي د هغه هیواد خلک به د خپل ژوند اړخونه پکښې پیدا کړي. د افغانستان په اوږده جگړه کې ډیرو افغانانو د خپلي کورنۍ غړي یا ورک کړي او یا ئې هم له لاسه ورکړي دي.

د «راه سبز» د تیاتر ډله څرنگه رامنځ ته شوه؟

کوربن جایر یو سوریې ډرامه جوړونکی دئ چي په فرانسه کې ژوند کوي. هغه په ۲۰۰۵ کال کې د شخصي دلایلو له کبله افغانستان ته سفر وکړ. هغه په افغانستان کې له یو شمیر افغان لوبغاړو سره اشنا شو، او له هغوی سر ئې یو ځای د «راه سبز» پروژه پيل کړه.

کوبن جابر د «اشتباهاتو کمیدي» د «راه سبز» له ډلي سره یو ځای پيل کړه. د دې ډلي غړي ثابت نه دي او هر وخت پکښي بدلون راځي. د «راه سبز» د ډلي غړي په افغانستان کې په تلویزیونونو کي کار کوي او هر یو په بېلابېلو کارونو باندي بوخت دئ. هغوی د شکسپیر د ډرامو د تمثیل له پاره سره یو ځای کیږي.

میرمن جابر وایي چې په افغانستان کې تمرین کول د وخت په تیریدو سره سختیږي. هغه وایي: «په هغه ځای کې چې موږ تمرین کاوه درې وارې ځانمرگی برید تر سره شو. هغه ځای اوس په بشپړه توگه ویجاړ شوی دئ. د تمرین له پاره بل ځای نه شته.»

تر دې پېښو وروسته د «راه سبز» د تیاتر ډلې غوره وگڼله چې تر دې پېښو وروسته په هندوستان کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي. په هندوستان کې د نڅا یوه ښوونځي دوی ته د تمرین ځای ورکړی دئ.

پروین مشتعل چې اوس په کانادا کې ژوند کوي وایي چې د ښځو له پاره په افغانستان کې د تیاتر تر سره کول ډیر ستونزمن کار دئ. هغه وایي چې له همدې کبله ئې خپل میړه له لاسه ورکړی دئ.

د «راه سبز» ډله په نویس کي

د «راه سبز» ډلي تر اوسه پوري د «اشتباهاتو کمیدي» تمثیلي ټوټه اووه واري په هندوستان کي، څلور واري په انگلستان کي او یو وار په المان کي اجرا کړې ده. هغوی هر واري د دې تمثیلي ټوټې تر اجرأ کولو وروسته زیات تشویق شوي دي.

د المان په نویس ښار کې هم د دې تمثیلي ټوټي د لیدو له پاره شاوخوا ۴۵۰ الماني او افغان لیدونکي راغلي ول او د تمثیلي ټوټې تر ختمیدو وروسته ئې د «راه سبز» د ډلې لوبغاړي ډیر تشویق کړل.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل