1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشټون: اسرائيل او فلسطين دي بيا خبري پېل کړي

۱۳۹۰ مهر ۲, شنبه

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو کمېساري کاترين اشټون پر اسرائيل او فلسطين ږغ کړی دی چي ژر تر ژره بېرته خبرو اترو ته سره کښيني. د منځني ختيځ لپاره څلور اړخيزي ډلې ويلي دي چي په درو اونيو کي دي دغه خبري پېل سي.

https://p.dw.com/p/12fou
کاترين اشټون
کاترين اشټونانځور: picture-alliance/dpa

فلسطيني ولسمشر محمود عباس د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کي وينا واوروله. پدې ترځ کي نوموړي و ملگرو ملتونو ته عارضه وړاندي کړه چي فلسطين د مستقل هيواد او د م.م. د بشپړه غړي په توگه په رسميت وپېژني.

د م.م. د امنيت شورا به د دوشنبې په ورځ د محمود عباس د غوښتنليک په هکله بحث وکړي. دا پداسي حال کي ده چي دا به يو مخکنی بحث وي. پدغه ورځ به د فلسطين د غوښتنليک په هکله رايه گيري ونه سي. دا چي پدې تړاو به رايه اچونه څه وخت تر سره سي لا نسي اټکل کېدلای.

کارپوهان وايي چي ښايي د ملي امنيت د شورا غړي به په قصد سره د غوښتنليک په رايه اچونه کي ځنډ رامنځ ته کړي تر څو اسرائيل او فلسطين تر فشار لاندي راولي چي يو د بل سره بيا خبري اتري پېل کړي. د يو کال راهيسي دواړو اړخونو خبري ندي سره کړي.

باراک اوباما له مخه لا ويلي دي چي د امنيت په شورا کي به د فلسطين د غوښتنليک پر ضد د وېټو حق وکاروي. خو د اروپايي ټولنې لخوا تر زيات وخته يو گډ پوزيسيون موجوده نه ؤ چي د جمعې په ورځ پدې کي لږ بدلون راغلی.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسؤلي کاترين اشټون يوه نيمه پاڼه اعلاميه خپره کړې ده. پدغه اعلاميه کي پر اسرائيل او فلسطين دواړو ږغ سوی دی چي و خبرو اترو ته سره کښيني. د دغې اعلاميې لهجه تر يوې کچې فشار اچوؤنکې ده. پدغه اعلاميه کي ويل سوي چي د خبرو اترو په ترځ کي دي د پولو د تعين ستونزي هواري کړل سي او د سولې د نوي تړون لپاره دي شته ستونزي هواري کړل سي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: محمد قاسم نوري