1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توگه لوړه وکړه

مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبه

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي، او د هغه دواړو مرستیالانو لوړه وکړه. نوي ولسمشر وویل چې په هیواد کې امنیت او ثبات تر هغه وخته پورې ممکن نه دی چې «موازي حکومتونه» له منځه تللي نه وي.

https://p.dw.com/p/1DMV3
انځور: picture alliance/AP Photo/Rahmat Gul

هغه همداراز هغه فرمانونه هم لاسلیک کړل چې له مخې یې عبدالله عبدالله، د هغه دواړه مرستیالان او احمد ضیا مسعود په راتلونکې حکومت کې خپلې دندې پیلوي.

په لومړي سر کې ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې مراسم ترسره کړل، تر هغه وروسته یې خپلو دواړو مرستیالانو، اجرائیوي رئیس او د هغه دواړو مرستیالانو ته د خپلو څوکیو لوړه ورکړه. ولسمشر اشرف غني همدا راز احمد ضیا مسعود د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر د ځانگړي استازي په توگه وگماره.

د لوړې په مراسمو کې یو شمیر افغان او بهرنیو چارواکو گډون کړی وو. په دغو مراسمو کې ډیر شمیر نړیوال لوړپوړي چارواکي حاضر نه وو خو افغان مشران په کې ډیر تر سترگو کیدل. د ولسمشر اشرف غني تر لوړې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وینا وکړه او ویې ویل چې افغانستان د هغه د واکمنۍ پر مهال د پام وړ پرمختگونه کړي دي. کرزي وویل: «یقین لرم چې افغانستان به له صفر نه د پیلولو ترخه تجربه بیا تکرار نه کړي. یو لامل یې دا دی چې اوس په زرونو افغان ځوانانو په بهر کې زده کړې کړې دي.»

ولسمشر کرزي یو ځل بیا په خپلو خبرو کې د سولې د بهیر پر دوام باندې ټینگار وکړ او ویې ویل چې له نوي ولسمشر اشرف غنی احمدزي سره به همکاري وکړي.

د ولسمشر غني تر لوړې وروسته د هغه لومړي او دویم مرستیال لوړه وکړه. ولسمشر غني په همدې ځای کې خپل لومړني فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې یې عبدالله عبدالله د افغانستان د نوي حکومت د اجرائیوي رئیس، احمد خان د هغه لومړي مرستیال او محمد محقق د هغه د دویم مرستیال په توگه وگومارل شول.

د لوړې د مراسمو تر ختمیدو وروسته عبدالله عبدالله د لوړې د مراسمو گډونوالو وینا وکړه. هغه یو ځل بیا له پخواني ولسمشر کرزي او ولسمشر غني څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د واک د دیموکراتیک لیږد له پاره لاره هواره کړې ده. هغه وویل: «نن موږ د یوه واحد ټیم په توگه د ملي یووالي د حکومت په چوکاټ کې چې د سیاسي تړون د چوکاټ پر اساس باندې رامنځ ته شوی دی ژمن یو، چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې بنسټیز اصلاحات او په ټولو سیاسي او اداري سطحو کې د تحول له راوستلو سره، د اعتماد، صداقت او یو بل منلو پر اساس باندې اساسي گامونه پورته کړو.»

د لوړې تر مراسمو وروسته اشرف غني احمدزي وینا وکړه چې په کې یې د خپل حکومت پر پلانونو باندې خبرې وکړې. هغه د افغان حکومت د اصلاح او د خپلو کاري لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل او ټینگار یې وکړ چې اداره به یې اداري فساد و نه زغمي.

ولسمشر غني ټینگار وکړ چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان یوه اړتیا ده او ویې ویل چې له سره موازي حکومتونو ته د پای ټکی ایښودل کیږي. هغه زیاته کړه: «د ثبات او امنیت راتلل د موازي حکومت له منځه وړلو پرته ممکنه نه ده. موږ ژمنه کوو چې د ملي یووالی حکومت له جوړولو سره ټولو موازي حکومتونو ته د پای ټکی ږدو.»

د لوړي د مراسمو له ترسره کیدو سره د افغانستان اوږد ټاکنیز جنجال هم د اوس له پاره پای ته ورسید. له دې سره په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره له یوه ټاکل شوي ولسمشر څخه بل ټاکل شوي ولسمشر ته واک ولیږدول شو.