1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسماعيل خان: نا امني د بريښنا د بندوونو د جوړولو په وړاند تر ټَولو لوي خنډ دي

۱۳۹۰ خرداد ۴, چهارشنبه

که څه هم نړيوالي ټولني په ورستيو کي افغانستان سره د بريښنا په برخي کي ډيري مرستي کړي خو لا تر اوسه په دغي برخي کي د پام وړ پرمختګ نه دي شوي. چارواکي وايي په ملک کي نا امني د بريښنا د بندونو د جوړولو په وړاند اصلي خنډ دي

https://p.dw.com/p/11NvD
د افغانستان د بریښنا او اوبو وزیر
د افغانستان د بریښنا او اوبو وزیرانځور: AP

افغان حکومت وايې د ملک په ډيرو ولايتونو کې د بريښنا د بندونو د جوړيدو چارې په ټپه دريدلي. د اوبو او بريښنا وزير، محمد اسماعيل خان، نا امني د دغه کار اصلي لامل بولي.

نړيوالو مرستندويو ملکونو په خاصه توګه آلمان، د طالبانو د حکومت له نسکوريدو را پدې خوا په سلګونو مليونه ډالر په دغه برخه کې له افغان دولت سره مرسته کړي دي.

اسماعيل خان چې نن «چهارشنبه» د ولسي جرګي غونډي ته د يو شمير سيمو د خلکو د بريښنا د ستونزو د هوارولو لپاره ور بلل شوي ؤ ځيني ګاونډيان دغو نا امنيو ته په لمن وهلو تورن کړل. خو هغه د دغو ګاونډيو نومونه پټ وساتل.

افغانستان د بريښنا له اړخه يو ډير خوار هيواد دي چې پلازمينه يې د نړۍ په کچه د تپې تيارې پلازمينې په توګه معروفه ده.

اسماعيل خان خبر داري ورکړ چي که د بريښنا بندونو د جوړلو د پروژو د کارکونکو امنيت خوندي نه شي نو د ګوتو په شمير روانې پروژې به هم ودريږي.

دمګړۍ په ختيځ کونړ او ننګرهار او په لويديځو هرات او فراه ولايتونو کې په ځيني محدود شمير بندونو باندي کار روان دي.

اسماعيل خان چي نن يي د افغانستان د پارلمان په وړاندي خبري کولي وويل: «په تيرو څو مياشتو کې زمونږ ډير وتلي انجينيران چې په ولايتونو کې د بريښنا په بندونو کې يې کار کاوه د دندو پر مهال وژل سوي دي، که تاسو هم د هغوي پر ځاي واي نو هيڅ کله به مو هم خپل د کورنۍ غړي دغو پروژو ته نه واي استولي، اوس ستاسو وکيلانو مرستي ته اړتيا لرو که نه نو زمونږ د ګوتو په شمير پاتې پروژې به هم په ټپه ودريږي.»

د اوبو او بريښنا وزارت وايې دوي يو شمير بندونو ته د بريښنا د توليد توربينونه هم استولي خو يوازي نا امني ده چې د دغو تروبينونو د نصبولو مخه يې نيولي.

اسماعيل خان د بيلګې په توګه د هلمند ولايت د کجکې ولسوالۍ د بريښنا ستر تورببين څخه يادونه وکړه.

دغه توربين د انګلستان هيواد په مالي مرسته له چين څخه په مليونو ډالره اخيستل سوي ؤ خو کله چې د هلمند کجکۍ ولسوالۍ ته يوړل شو نو دا دي د څو کلونو په تيريدو لا هم ندي لګول شوي.

يو شمير وکيلانو له ښاغلي اسماعيل خان څخه د هرات د سلما بند د جوړولو پر وړاندي د ايران حکومت له لوري د خنډونو د اچولو په باب پوښتنه وکړه، هغه وويل چې په دغه برخه کې هيڅ راز امنيتي ستونزه نه ليدل کيږي او د جوړلو چارې يې رواني دي.

اسماعيل خان وويل: «اوس د سلما بند د جوړلوچارې رواني دي، لږ تخنيکي اومالي ستونزې به وي، خو د مهال ويش له مخې به د قوس تر مياشتې پوري د بند دروازې وتړل سي تر څو د بند په کاسه کې اوبه زيرمه کړو او لږ تر لږه به د دوو کلونو په ترځ کې د دغه بند د ګټي اخيستنې پړاو پيل شي.»

د افغانستان د ملي ستراتيژۍ له مخې ټاکل شوي تر راتلونکو دريو کلونو په ملک کې ټول هغه د بريښنا بندونه چې د کورنيو جګړو پرمهال زيانمن شوي او چارې يې ولاړي دي، بيرته ورغول شي.

په همدې موده کې به په ټول ملک کې د اوبو 1700 کانالونه هم فعال کړاي شي چې د ملک ستره برخه کرهنيزه ځمکه به تر خپل پوښښ لاندي راولي.

کابل/ جلالزي
کتونکي/ مسعود جهش