1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد ته د طالبانو د قطر د پلاوي سفر

۱۳۹۶ دی ۲۸, پنجشنبه

د یوه رپوټ له مخې د افغان طالبانو یو پلاوی د سولې د خبرو اترو د پيلولو په اړه د ازمایښتي خبرو اترو په موخه اسلام آباد ته تللی. رویترز د طالبانو د یوې سرچینې په حواله ویلي دي چې د دغه پلاوي تګ د طالبانو مشر تائید کړی دی.

https://p.dw.com/p/2r3SE
Afghanistan Taliban Pakistan Symbolbild Freilassung Abdul Ghani Baradar
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دا خبره لا نا معلومه ده چې له یو شمیر افغان سیاستوالو سره په روانه اوونۍ کي په غیر رسمي خبرو اترو کې کوم پرمختګ شوی دی که نه. دا په داسې حال کې ده چې په تیرو وختونو کې دا هڅې ناکامه شوي دي چې په ۲۰۱۵م کال کې پیل شوې د سولې مستقیم مذاکرات بیرته پیل شي.

د ياد خبري آژانس په حواله د افغان ولسمشر یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ د اسلام آباد له خبرو اترو څخه بې خبري ښوولې ده او طالبانو د دوی پوښتنو ته کوم غبرګون نه دی ښوولی. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او طالبانو د دوشنبې په ورځ په ترکیه کې د سولې په خبرو اترو کې ګډون رد کړی وو.

خو د طالبانو دوو لوړ پوړو چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د طالبانو مشر هیبت الله اخونزاده، اسلام آباد ته د دغې پلاوي سفر تائید کړی دی.

د سرچینې په حواله نوموړي خبري آژانس لیکلي دي چې د طالبانو په درې کسیز پلاوي کې په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي شهاب الدین دلاور او جان محمد مدني او همداشان د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د زوی ملا یعقوب اخښی شامل دی.

 

دغه پلاوي د افغانستان د ملي محاذ له مشر پیر سید احمد ګیلاني سره لیدلي. دغه رپوټ رویټرز د ګیلاني د یوه نزدې کس له قوله ورکړل دی، خو په خپله د ګیلاني دفتر په دې هکله پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

«ملګري ملتونه باید پر پاکستان فشار زیات کړي»

په عین وخت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو سفیري نیکې هیلې ویلي دي چې د کابل حکومت له نړیوالو قدرتونو څخه غواړي چې پر پاکستان فشار زیات کړي. دغه څرګندونې هغې له کابل څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي تر راګرځیدو وروسته کړي دي.

USA UN-Sicherheitsrat in New York - US-Botschafterin Nikki Haley
په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیره نیکې هیلېانځور: picture-alliance/AP Photo/B. Matthews

نیکې هیلي د ملګرو ملتونو د هغه پلاوي غړې وه چې کابل ته یې سفر کړی وو او له جګ پوړو افغان چارواکو سره یې ملاقاتونه کړي دي. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه سفر په داسې یوه وخت کې تر سره شوی دی چې افغان حکومت د تاوتریخوالي د ختمولو له پاره له طالبانو سره د سولې پر خبرو اترو غور کوي.

نیکي هیلې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل: «هغوی [افغان حکومت] ډاډمن دی چې طالبان به د خبرو میز ته کښيني.»

دا چې د سولې د خبرو اترو مشري به د افغانانو پر غاړه وي، نو افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي دي چې پاکستان هم په دې کې شامل وي. د نیکي هیلې په خبره: «هغوی [افغان حکومت] له موږ څخه د اجماع غوښتنه کړې، څو پر پاکستان باندي فشار واچول شي چې د خبرو میز ته کښيني او خپل چلن ته بدلون ورکړي.»

نیکې هیلې په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې افغانستان د ثبات پر لور ګامونه اخیستي دي او غواړي چې نور وړاندي تګ ته ادامه ورکړي، خو د پاکستان په هکله دوی داسې فکر کوي چې پر شاتګ یې کړی. د نیکې هیلې په خبره تر هغه وخته چې په پاکستان کې تروریزم ملاتړ ولري «افغان ټولنه به ځان خوندي نه احساسوي.»

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو سفیرې په دې هکله کوم ځانګړي اقدامات یاد نه کړل چې پر پاکستان باندې د فشار اچولو له پاره ترې کار واخیستل شي، خو د امنیت شورا دا قدرت لري چې بندیزونه ولګوي.

پر پاکستان باندې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو او یاغیانو د بیلا بیلو ډلو ټپلو د ملاتړ تور پورې کیږي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

څه موده وړاندې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ پاکستان ته شا او خوا ۹۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرستې ودرولې. هغه ویلي ول چې پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې د په نخښه کولو له پاره پوره څه نه کوي. پر دې سربیره د پاکستان له پاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت امریکایي تجهیزات هم تر پوښتنې لاندې راغلي دي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس بیا د نیکې هیلې له قوله لیکلي دي چې په افغانستان کې د ترمپ ادارې پالیسي کار ورکوي او په خبره یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبري اتري تر بل هر پخواني وخت نزدې دي.

فرانس پرس، رویټرز، اسوشیتد پرس

زموږ له آرشیف څخه: