1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي پراختیایې بانک افغانستان کې پانګونه کوي

۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبه

د لومړي ځل لپاره یوه اسلامي بانک په افغانستان کې پر لویو پروژو د پانګونې لپاره چمتوالی اعلام کړی. دغه بانک اسلامي پراختیایې بانک دی چې وایې په افغانستان کې پر پرمختیايي پروژو پانګه اچونه کوي

https://p.dw.com/p/11nv1
د افغانستان د مالیي وزیر
د افغانستان د مالیي وزیرانځور: AP

د افغانستان د ماليي وزارت خبر ورکړ چې د دغه بانک مشر ،احمد محمد علي، د افغانستان له ماليي وزیر، حضرت عمر زاخیلوال، سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړی دی.

د ماليي وزارت له لوري دویچې ویلي ته په را استول سوي یوه وینا پاڼه کې راغلي، چي د اسلامي پراختیایې بانک مشرتابه په خپله کلنۍ غونډه کې پریکړه کړي چې دوي له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته د بریښنا د پروژې په برخه کې او همدا راز په افغانستان کې د بریښنا د تولید د بندونو د جوړولو په برخه کې پانګه اچوني ته چمتو دي.

د اسلامي پراختیایې بانک ریس همدا راز ویلي چې دوي د افغانستان د لویو لارو او حلقوي سړک په برخي کي هم له افغان دولت سره مرستي ته لیوال دي.

په وینا پآڼه کې له عمرزاخیلوال څخه په حواله راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو را پدې خوا د افغانستان د پانګونې په ډګر کې د اسلامي بانکونو ونډه د تمې خلاف ټیټه وه.

ټاکل سوي چې اسلامي پراختیایې بانک روان کال په افغانستان کې خپله دایمې څانګه هم پرانیزي.

اسلامي پراختیایې بانک په داسي حال کې په افغانستان کې پر لویو پروژو د پانګونې لپاره خپل چمتوالی ښیې چې په تیرو دوو کلونو کې په ملک کې دننه د پانګونې کچه په بي ساري توګه را ټیټه سوي ده. د سوداګرۍ وزارت چارواکې نا امني د دغه کار اصلي لامل بولي .

له بل لوري د افغانستان د مالیي وزارت د پیسو د نړیوال صندوق د وروستۍ پریکړې په اړه اندیښمن دی.

د وزارت په وینا د پیسو د نړیوال صندوق د مرستو ځنډیدل ښایې په ځینو برخو کې بیارغنیزې پروژي له ځنډ سره مخ کړي.

دغه صندوق وروسته تر هغي له افغانستان سره خپلې مرستي وځنډولي چې د کابل بانک په تړاو د افغان حکومت پلانونه یې ناقص او زیان رسونکي وبلل.

د افغانستان د ماليي د وزارت ویاند، عزیز شمس، ویلي چې د یو لړ هغو بنیادي پروژ، له ځنډ سره د مخامخ کیدو په اړه اندیښمن دي چې د پیسو د نړیوال صندوق له لوري تمویلیږي.

شمس زیاتوي دوي خپلي هڅي پیل کړي تر څو د دغو مرستو د بندیدو مخه ونیسي او موجود کشمکش هوار کړي.

اوس مهال افغانستان یوازي خپله اویا سلنه عادي بودیجه له کورنیو عوایدو برابروي او پاتې دیرش سلنه عادي او سل په سلو کې پراختیایې بودیجه یې د نړیوالو په بسپنې ولاړه ده .

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکي: مسعود جهش