1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» ډلي د جاپانيانو د وژلو گواښ کړی

dpa,afp,rtr۱۳۹۳ دی ۳۰, سه‌شنبه

داسي ښکاري چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» دي دوه تنه جاپانيان نيولي وي. دغي ډلي له جاپانه غوښتي دي چي د آزادېدو په بدل کي ئې ۲۰۰ ميليونه ډالره ورکړي.

https://p.dw.com/p/1ENLM
انځور: Social media website via Reuters TV

د «اسلامي دولت» ډلي له خوا په يوه لنډه ويډيو کي چي په انترنيت کي خپره سوې ده ويل کيږي چي که تر ۷۲ ساعتونو پوري دغه پيسي ور ونه رسيږي، يرغمل سوی کسان به ووژني.

په دغه ويډيو کي يو کس ښوول کيږي چي تور کالي ئې اغوستي دي او په لاس کي ئې يوه چاړه ده او په انگلېسي ژبه خبري کوي.

دغه يرغمل نيونکی د داسي دوو کسانو چي نارنجي کالي ئې اغوستي او پر گونډو دي په منځ کي ولاړ دئ.

دغه پټکه منځني ختيځ ته د جاپان د لومړي وزير شينزي ابي د سفر پرمهال سوې ده.

اسلامي دولت ډلي ويلي دي چي دغه باج له جاپانه په دې اخلي چي د دوی پرضد ئې له مبارزه کوونکو سره مرسته کړې ده.

د جاپان د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل سوي دي، چي د ويډيو د رښتنوالي په اړه به پلټني وکړي.

په بيت المقدس کي د جاپان لومړي وزير په يوه خبري غونډه کي د دغو کسانو د ژر ترژره آزادولو غوښتنه کړې ده.