1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراييل او فلسطينيان بايد بېله ځنډه د سولي خبري اتري پيل کړي

۱۳۸۸ آبان ۱۰, یکشنبه

د منځني ختيځ د يو نوي ماموريت د پيل په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزيره، هليري کلينتن په بيت المقدس کي د اسراييلو د لومړي وزير نيتان ياهو سره وليدل.د هغوي د خبرو اجندا په منځني ختيځ کي د سولي د خبرو اترو بيرته پيل کول ؤ

https://p.dw.com/p/KKOP
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د اسراييلو د لومړي وزير نيتان ياهو سره په بيت المقدس کي د خبرو پر مهال
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د اسراييلو د لومړي وزير نيتان ياهو سره په بيت المقدس کي د خبرو پر مهالانځور: AP

هيلري کلينتن له بينايمن نيتان ياهو سره په مطبوعاتی کنفرانس کي د اسراييلو او امريکا متحده ايالاتو په اړيکو کي يو نوي لهجه عنوان کړه، هغه يوه لهجه چي د باراک اوباما د جمهوري رياست له دوري څخه مخکي د خلکو غوږو ته آشناه ښکاري. د اوباما او د هغه د منځني ختيځ د ځانګړي استازي، جارج ميچل پر خلاف د بهرنيو چارو وزيري خپل ځان د اسراييلو د لومړي وزير ملګری وښودله او په بيت المقدس کي له حکومت سره پر توافق نظر باندي تينګار وکړ.

ميرمن کلينتن او نيتان ياهو په يو موضوع کي سره موافق نظر درلود چي اسراييل او فلسطينينان بايد سمدلاسه د سولي خبري اتری له سره پيل کړي، البته پرته له کوم مخکی له مخکي قيد او شرط څخه. د بهرنيو چارو وزيري وویل، مهمه دا ده چي دواړه خواوي مټي بډ وهي. د اسراييلو لومړي وزير د دي خبري په تأييد وويل:

« مونږ پوره مينه لرو چي پرته له کوم قيد اوشرط څخه سمدلاسه په خبرو اترو کي برخه واخلو.»

نيتان ياهو وويل، بل لوري يعني فلسطينينان د دي خبرو اترو په وړاندی مخکي له مخکي شرطونه ږدي ، هغه چي په تيرو ۱۶ کلونو کي هيڅ وخت موجود نه ؤ.

د اسراييلو لومړي وزير د فلسطين د خپلواکمني اداري د مشر، محمود عباس د هغي يو غوښتني په وړاندي مخالفت وکړ چي ويلي دي، خبري اتري هغه وخت پيل کيداي شي چي، اسراييل د اردن د سين په لويديځه غاړه کي د يهودي ميشت ځايونو د جوړولو کار ودروي. نيتان ياهو وويل، دغه شرط د اوسلو د سولي د تړون د لاس ليک کولو را په دي خوا، تر اوسه پوري چا نه ؤ ايښي. هغه يادونه وکړه، چي د اسراييلو حکومت د عباس تر مشري لاندي د خپلواکمني اداري په وړاندي لا مخکي ډيري تيريدني کړي دي. د اسراييلو لومړي وزير د سپتمبر په سر کي اعلان وکړ چي اسراييل به يهودي مينيو ته يواځي د اوسني چوکآت په دننه کي « پراختيا ورکړي»، او په لويديځه غاړه کی به نوري ميني جوړي نه کړي.

په دي موضوع کي هم د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينتن له نيتان ياهو سره د تاييد سر وښوراوه. هغي نيتان ياهو زړور کړ چي کولاي شي په راتلونکو خبرو اترو کي د نوموړو مينو جوړولو موضوع وړاندي کړي:

« لومړي وزير کولای شی چی د خپل حکومت وړانديز وړاندي کړاي، هغه چي د مينو د جوړولو پوره اړه نيسي، کله چي هغه يو ځلي وړاندي شي، بيا به سړي وويني چي نه يواځي بي مثاله دی، بلکه ډير ملاحظاتو ته چي په دي هکله موجود دي، ځواب ووايي. تاسي پوهيږي چي په خبرو اترو کي تل غوښتني موجودي دي چي ټولي يی عملي کيداي نه شي.»

تر دا څو اونيو مخکي هم د امريکا متحده ايالاتو حکومت په دي ټينګار درلود چي په فلسطيني خاورو کي د اسراييلو د هستګنځايونو او مينو جوړولو کار په بشپړه توګه بايد ودرول شي. خو اوس ميرمن کلييتن وايي چي د خبرو اترو د پيل لپاره پخوا د اسراييلو هيڅ حکومت ته داسي مخکي له مخکي شرط نه ؤ ايښودل شوي.

Engelbrecht, Sebastian/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل