1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراييلۍ الوتکو يوار بيا پر غزې بيا بمبار کړی دی

۱۳۸۷ بهمن ۱۶, چهارشنبه

په تل آبيب کښي پرون ماښام د لوړ پوړو امنيتي چارواکو د کنفرانس د ګډون کونکو په مخکي د اسراييلو ددفاع وزير اهودبارک وويل چي د اسراييلو هوايي قواوي په اوس وخت کښي د غزې په تراډه کي عمليات کوي.

https://p.dw.com/p/Gn2T
د غزې ټولو اوسيدونکو ته د تيليفون له لاره خبر ورکړل سوی چي د خپلو کورونو څخه ووزي
د غزې ټولو اوسيدونکو ته د تيليفون له لاره خبر ورکړل سوی چي د خپلو کورونو څخه ووزيانځور: AP

دسيمي فلسطيني اوسيدونکو او د حماس فعالينو تقريباً په يوه وخت کي خبر ورکۍ،چي د اسراييلو هوايي ځواکونو د مصر سره په سرحدکي د رفح په جنوب کي يو تونل بمباري کړيی دی .

د اسراييلو د امنيتي کړيو د خولې ويل کيږي چي په اول ساعت کي اسراييلي هوايي قواوو درې حملې تر سره کړې ،چه يوه يې د خان يونس د حماس پر يوه پوسته ،بله يې په رفح کښي پر يوه موټر ،او دريمه يې هم پر يوه تونل باندي تر سره کړې ده .

پرون ماپښين په رفح کي خلګو ته د اسراييلي قواوو لخوا د تليفون د لاري خبر ورکول سو ، چي د هوايي بمباريو له کبله بې له ځنډه خپل کورونه پريږدي . د اسراييلو صدراعظم اولمرت د امنيتي کابينې تر غونډي وروسته وويل چي اسراييل به د پرله پسې راکټانو جواب ورکي.

هغه وويل:«اصلاً موږ نسبت دې ته چي اعلان وکو ،او خبري وکو ،غواړو عمل وکو .او که موږ عمل کوو ،نو دا بيا په ټول اسراييل او د غزې په تراډه کښي اوريدل کيږي ، او په هغه خبريږي. او دا به تر عغو تغير ونه خوري،تر څو پوري چي د اسراييلو په جنوب کي يو تبعه او ديا هغو کورنۍ د راکټانو د فيرونو څخه په بيره کي ژوند وکي. هغه حالت چي پر موږ باندي دي فيرونه وسي،اوموږ جواب ورنکو،بيا به هيڅ وخت پيښ نسي .»

د اسراييلو لومړی وزير ايهود اولمرت او د بهرنيو چارو وزيره څيپي ليوني
د اسراييلو لومړی وزير ايهود اولمرت او د بهرنيو چارو وزيره څيپي ليونيانځور: AP

اولمرت او ددفاع وزير اهودبارک پرون غرمه لا اسراييلو هوايي قواوو ته وظيفه ورکړې وه، چي د آشکلون پر سرحدي ښار باندي ددغه سهار د راکټانو د فيرونو جواب ورکي.

که څه هم په دغه پيښه کي يوازي يو نفر لږ ټپي سو ،او څو موټران خراب سوي وه ، خو د آشکلون اوسيدونکي پر حکومت باندي په قهر وه ،چه د وعدې سره سم يې سمدلاسه د هر راکټ جواب ندی ورکړی .

د اپوزيسيون مشر بينيامين نيتانياهو چه د پارلمان په راتلونکوانتخاباتو کي د خپل ځان دپاره ښه چانس ويني ،پرون ماپښين يې د آشکلون څخه ليدنه وکړه ،او قهرجنو خلګو ته يې وعده ورکړه ،چي دده حکومت به حماس راوپرزوي .او يوازي پدې ډول کيداي سي ،چي د راکټانو د فيرونو پرابل حل کو.