1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلۍ او فلسطینۍ ښځې په ګډه د سولې له پاره مارش کوي

۱۳۹۶ مهر ۱۷, دوشنبه

تر۵۰۰۰ ډیري اسرائیلۍ او فلسطینۍ ښځې د اردن سیند له لویدیځې غاړې او اسرائیلو څخه تر تیریدو او دوه اوونیز مارش وروسته بیت المقدس ته رسیدلي دي. هغوی د سولې د یوه تړون غوښتونه کوي.

https://p.dw.com/p/2lUDT
Israel Tausende von Frauen marschieren für den israelisch-palästinensischen Frieden
انځور: Reuters/R. Zvulun

دغه مارش د ښځو د یوې ډلې له خوا چې «ښځې سوله لیږدوي» نومیږي پيل شوی دی. په مارش کې همداراز هغه ښځې هم شاملي دي چې د جګړو له کبله په فزیکي توګه اغیزمن شوي دي.

د ښځو د دغې ډلې یوې بنسټ ایښودونکوې مارلین سمادجیا، وویل: «موږ له ښي او کیڼ اړخونو ښځې یوو، یهودان او عرب، چې په ښارونو او نورو سیمو کې اوسیږي. موږ پریکړه کړې چې د بلې جګړې مخه به نیسو.»

د یکشنبې په ورځ ناوخته بیا بیت المقدس ته په زرونو ښځې ورسیدې چې ډیری یې اسرائیلیانې وې. هغوی سپینې جامې اغوستي وې او له ځان سره یې داسې شعارونه لیږدول چې پکې د سولې غوښتنه شوې ده. د مارش یوې بلې تنظیموونکې ماري لاین سمادجا، وویل: «اسرائیلۍ ښځې غواړي چې د امکان په صورت کې د یوې راتلونکې جګړې مخه ونیسي. هغوی غواړي چې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ یو تړون هم رامنځ ته شي.»

یوې فلسطینې ښځې بیا وویل: «دا مارش یوازې یوه بله مظاهره نه ده، بلکي د دې خبرې اعلان دی چې موږ سوله غواړو او په ګډه ورته رسیدای هم شو.»

«که څوک پر سولي باور و نه لري نو پر خدای هم باور نه لري». د سولې دغه مارش د سپتمبر پر ۲۴مه نیټه د اسرائیلو او اردن سیند لویدیځې غاړې په څو سیمو کې پیل شو.

میشال فرومن چې د ۲۰۱۶م کال په جنوري میاشت کې د یوه فلسطیني له خوا په جړې وهل شوې وه، وویل: «موږ باید سولې ته د رسیدو له پاره ټول سره یوځای شو.»

پر فرومن د چړې د برید پر مهال، هغه ميندوارې وه . هغې زیاته کړه: «د یوې مذهبې ښځي په توګه زه وایم چې که څوک په سولې باور و نه لري نو پر خدای هم باور نه لري.»

د ښځې سوله لیږدوي ډله په ۲۰۱۴م کال کې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ تر جګړې وروسته رامنځ  ته شو. په دغه جګړه کې شاوخوا ۲۱۰۰ فلسطینیان ووژل شول چې ډیری یې ملکي وګړي ول. اسرائیل بیا په دې جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتیرو شمیر ۶۷ او د له منځه تللو ملکیانو شمیر شپږ تنه ښيي.

زموږ له ارشيف څخه: