اسرائیلو پوځ په غزه کې درې وگړي ووژل
۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبهاعلان
اسرائیلي پوځ وایي چې درې تنه فلسطیني وگړي ئې په غزې کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژلي دي.
د هغوی په خبره دغو وگړو هڅه کوله چې د اسرئیلو په لور یو توغندی وتوغوي.
فلسطیني چارواکو د درو کسانو وژل کیدل منلي دي او زیاته کړې ئې ده چې په پېښه کې یو بل وگړی هم ټپي شوی دئ.