1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل او ايران هميشه يو د بل دُښمنان نه ول

توماس لاچان / محمد شيرين گرديوال۱۳۹۲ بهمن ۲۶, شنبه

هيڅکله هم د دوو هيوادونو ترمینځ مناسبات دومره ګډوډ نه ول لکه د ایران او اسرائیلو ترمینځ چي دي. خو دوی د پردې تر شا د ۱۹۸۰مو کلنو پوري همکاري درلوده. ايران تر زياته وخته د اسرائيل د تيلو اړتيا پوره کوله.

https://p.dw.com/p/1B9lg
انځور: picture-alliance/landov

که چیري سړی د اسرائيلو د جمهور رئیس شيمون پیرس څخه دا پوښتنه وکړي چي «ايا سړی پر ایران باور کولی شی؟» نو پېرس به په ډاډه ډول د دغي پوښتني جواب نه ووايي او زياته به کړي چي ایران په اوسني وخت کې د ترهګرۍ مرکز دی. د همدغې خبري څخه پیریس د جنورۍ په میاشت کي په داوس کې د نړیوال اقتصادي فورم په ترڅ کې په يوه بیانیه کې خبرداری ورکړ.

د اسرائیل جمهور رئیس په دې باوري دی چې تهران د پخوا په څیر په لبنان کي د شیعه ګانو ملیشې ته وسلې ورکوي. پېريس پدې هم باوري دی چې ایران هڅي کوي چې اټومي وسلې تولید کړي. خو د ایران جمهور رئیس حسن روحاني څه موده دمخه په تکرار سره داسي تورونه رد کړل. د همدي کبله د کلونو راهیسی کله په ښکاره اوکله په لږه ښکاره توګه ، بیت المقدس د ایران د اټومي بټیو په ضد د پوځي دښمنانه بريد اټکلونه کوي. دغو اټکلونو هله زور واخیست کله احمدي نژاد د ايران ولسمشر ؤ. نوموړي څو واري اسرائیل تهدید کړ او د هولوکاوست پيښه یې شکمنه وبلله. احمدي نژاد د اسرائيلو له اړخه د فلسطنيانو په ځمکو قبضه هم وغندله.

روحاني اسرائيل ضد خبري نه کوي

د حسن روحاني د ولسمشرۍ په وخت کې د تهران له اړخه ميانه روه لهجه تر غوږو کیږي. دا د هغه برسېره چي روحاني د اسرائیلو موجودیت نه مني! خو نوموړی د احمدي نژاد په پرتله یې دا سرائیل ضد خبرو څخه هم فاصله نیولې ده. پر دې سربیره د دواړو هيوادونو ترمينځ ژوره بې باوري موجوده ده، خو خبره همیشه داسي نه وه.

فقط يوه ورځ وروسته تر هغه کله چې د اسرائیلی دولت بنسټ د ۱۹۴۸م کال د می مياشتي په ۱۴مه نېټه کيښودل شو نو د خپلو ګاونډي عربی هيوادونو سره په جګړه کې ؤ. که څه هم اسرائیل کولی شو چې د عربی هيوادونو د بريد څخه دفاع وکړي، خو د فلسطنيانو جګړې د اسرايیلو د دولت بنسټ ايښودونکي دیويډ بین ګوريون ته دا په ډاګه کړه چې د ده هيواد څنګه په يوه د ښمنانه چاپیريال کې راګیردی.

د همدغه دلیل پر بنسټ بین ګوريون هڅه کوله چې د « پېره فري دوکترین» يا هر اړخیزه اصولو د لاري په سیمه کې د غیر عربی هیوادو سره لاره جوړه کړي چې پدي کې ترکیه، د لبنان مسیحیان او ایران شامل ول.

ايران د اسرائيل لپاره الترناتيف ملگری

د ۱۹۵۰ کال په پیلامه کې تهران د عربي نشنليزم ودې ته د بد ګمانۍ په سترګه کتل. کله چې ایران بیا پخپله د ۱۹۵۳م کال نه وروسته د امريکا د پوره اغیز لاندي يوه ديکتاتوري حالت ته لاره هواره کړه، د تهران د پاره د امريکا له اړخه ملاتړی اسرائیل د عربي ګاونډيانو په مقابل کې يو ښه سیاسي ضد الترناتیف رامینځ ته شو.

د دواړو هيوادونو تر مینځ خورا ښه اړیکي موجودي وې. پدی هکله هینر فيورتيګ د هامبورګ د ګيګا د انستيتوت غړی وایي: « د دواړو هیوادوترمینځ خورا ښې اړیکي موجودي وې او همدغه کار د اسرائیلو د پېره فري دوکترین د سیاست په چوکاټ کې په مخه روان او په پراخېدو کي ؤ. دا هڅه چې د غېرعربي ګاونډیانو سره په ځانګړي ډول لکه حبشه، ترکیه او ایران سره ښه اړيکی په لاره کړي دا حالات نور هم هله په زړه پوري شول کله چې ایران دې ته چمتووالی وښود چې د اسرائیلو د تيلو زياته برخه اړتیا به دوی په غاړه اخلي.»

سر بیره پردې اسرائیلو د ایران د کرهڼي د ماهرانو د زدکړي ذمه واري واخیسته. عصري تکنالوژي یې ورکړه او د ایراني ځواکونو د جوړېدو او روزنې دنده یې هم پر غاړه واخسته. د ایران پاچا د دې په مقابل کي اسرائیلو ته تیل ورکوله کومو ته چې اسرائيل خورا اړتیا درلوده. پدې هکله فیورتیګ زیاتوي: « د اوياومو کلونو په پای کي ایران ۸۰ سلنه د اسرائیلو د تیلو اړتیا پوره کوله. په دې ډول نو د دواړو هيوادونو ترمينځ ډیر ښه مناسبات رامنځته سول.»

اسلامي انقلاب په ایران کې د ۱۹۷۹م زېږديز کال د دواړو هيوادونو ترمینځ ګډو کارونو ته د پای ټکی کيښود. آيت الله خُمیني اسرائیل څو څو واري په کلکه د فلسطنیانو د ځمکو د قبضه کېدو له کبله د نیوکي لاندي نیولي ول. خو په دغه وخت کي هم د دواړو هیوادونو تر مينځ په پټه سره بیرته پخوانۍ ګډه همکاري رامنځته شوه.

د اسرائيل بنسټ ايښودونکی بین ګوريون
د اسرائيل بنسټ ايښودونکی بین ګوريونانځور: Getty Images
شيمون پېرس په داوس کي
شيمون پېرس په داوس کيانځور: Reuters