1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیا کې د ایډز ۲۰ نړیوال کنفرانس پیل شو

دویچه ویله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ تیر ۲۹, یکشنبه

په مېلبورن ښار کې د ایډز ۲۰ نړیوال کنفرانس د اوکراین په ختیځ کې په مالیزیایي الوتکه کې د وژل شوو بیلا بیلو هیئتونو ته په درناوي سره پیل شو. د کنفرانس گډونوالو د وژل شوو کسانو په یادون د یوې دقیقي چوپتیا غوره کړه.

https://p.dw.com/p/1CfmY
انځور: aids2014

له دې سره سره چې تر سلو زیات د ایډز د ناروغۍ څیړونکي او فعالان د مالیزیايي الوتکې په پيښه کې ووژل شول، خو بیا هم د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې ۲۰مه) دغه نړیوال کنفرانس د استرالیا په مېلبورن ښار کې پیل شو.

د ایډز په هکله ډیری پیاوړي څیړونکي او فعالن په دغه کنفرانس کې د گډون کولو په موخه د میلبورن، ښار ته روان ول. کله چې د مالیزیايي مسافر وړونکي الوتکې د رالویدو خبر خپور شو، نو تر ټولو زیات یې د دغه کنفرانس گډون والو ته ټکان ورکړ.

خو له دې سره سره د روانې میاشتې له ۲۰نیټې څخه تر ۲۵ نیټې پورې «له ایډز څخه د پاکې نړۍ» تر عنوان لاندې د امکان ترحده له پلان سره سم دغه کنفرانس دایریږي.

د ایډز د سږني نړیوال کنفرانس لوگو یا علامه د څلورو پښو نخښي دي، چې نړیواله ټولنه يې د پراخه علمي، طبي او ټولنیز تفاهم نښه بولي. د دغه سازمان په خبره د نوموړې علامې مختلفې اندازې د دې ښکارندوي کوي چې انسانان په مختلفو عمرونو کې د HIV پر ویروس اخته کیږي، خو ټول بیا دغه گډه لار وهي.

ښه او جامع وقایه

د HIV پر ویروس اخته او د ایډز له ناروغانو سره باید تبعیضي چلند و نه شي او باید په ټولنه کې ورته په بده سترگه ونه کتل شي. دا د سږني کنفرانس مهمه غوښتنه ده. د دغه کنفرانس نزدې ۱۲۰۰۰ گډونوال غواړي چې د HIV د ویروس او د ایډز د ناروغۍ په هکله د نویو څیړنو او بدلونونو په هکله بحث وکړي او په دې هکله خپل معلومات سره شریک کړي.

دغه ناروغي چې د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي تر اوسه يې درملنه نه کیږي. په پام کې ده چې په دغه کنفرانس کې به د وقایې او مخکې له مخکې د تدابیرو د نیولو په هکله ډیر بحثونه شوي وشي.

په بدن کې د دغه ویروس د پرمختگ مخنوی د دغه کنفرانس د بحث بله موضوع جوړوي. پروفیسور نوربرت بروکمایر وايي چې په وقایوي تدابیرو سره کیدای شي تر ډیره بریده پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو مخه ونیول شي.

بروکمایر زیاتوي: «د HIV له ویروس څخه د انسانانو د ژغورلو اهمیت ورځ تر بلې ډیریږي. د ماشومانو ژغورل هم په دې پروگرام کې شامل دي چې څرنگه کیدای شي ماشومان له دغه ویروس څخه وساتل شي، په ځانگړي توگه په هغو هیوادونو کې چې د پرمختگ په حال کې دي. څنگه کولای شو چې میندې هم وژغورو؟ دا د طبابت په برخه کې او په ټوله کې هغه مطرح پوښتنې دي چې کارپوهان باید ورته د ځواب پیدا کولو هڅه وکړي.»

لاسته راوړنې او ناکامۍ

د دغه کنفرانس له پيل څخه مخکې ملگرو ملتونو په دې هکله تازه ارقام خپاره کړل. تیر کال ۲،۱ میلیونه نور انسانان د HIV پر ویروس اخته شوي دي.

همدارنگه په ټوله نړۍ کې د ایډز د ناروغۍ قربانیان د تیر کال په پرتله سږکال ۲۰۰ زره تنه کم شوي دي چې ټول شمیر يې یو نیم میلیونه انسانانو ته رسیږي. پروفیسور بروکمایر دا د ایډز پر وړاندی د مبارزې په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه بولي.

د حکومتونو سیاست هم د HIV یا د ایډز د ناروغۍ په برخه کې مهم رول لري. د روغتیا د نړیوال سازمان په هغه کړنلاره کې هم د دغو مسائلو یادونه شوې وه چې د جولای میاشتې په نیمايي کې يې د هغو کسانو په هکله خپره کړې وه چې د HIV د ویروس له خطر سره مخامخ دي.

د همجنسبازانو، بدلمنو او په نشه يي موادو د روږدو کسانو سره په ټولنه کې تبعیضي او ناوړه چلند د ایډز د سږني کنفرانس مرکزي موضوعگانې دي. په ځینو هیوادونو کې خو حتی په قانوني توگه له دوی سره تبعیضي چلند کیږي. د بروکمایر په آند له دې سره د HIV د ویروس د خپریدو له پاره نوره هم زمینه برابریږي.

د مېلبورن اعلامیه

«هیڅ څوک باید یوازی پری نه ښوول شي» دا د مېلبورن د کنفرانس د اعلاميې عنوان دی چې د کنفرانس تر دایریدو مخکې د کنفرانس د په لاره اچوونکو له خوا انتخاب شوی دی. «تبعیض او ټولنیزې بدنامۍ ته د پای ټکي ایښودل» د دغه کنفرانس د اعلامي اساسي موضوعگانې تشکیلوي. د دغې اعلامیې چمتو کوونکي له ټولو حکومتونو څخه غواړي چې د HIV پر ویروس له اخته کسانو سره دې د مساوي چلند موضوع ته قانوني شکل ورکړي او د ټولو له پاره دې د وقایې، درملنې او پوهاوي مساوي حق تضمین کړي.