استرالیا: د اور وژنې هڅې روانې دي
۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبهاعلان
استرالیايي اور وژونکي په دغه هیواد کې د لګیدلو اورونو د وژلو هڅو ته دوام ورکوي.
د دغه هیواد د اور وژنې ادارې په حواله یوازې د نیوز سوت ویلز په ایالت کې په ۱۲۶ ځایونو کې اورونه لګیدلي دي، چي په ډله کې یې په ۱۵ ځایونو کې اور تر کنترول لاندې راغلی دی.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې د نیوز سوت ویلز په ایالت کې ۳۷۰۰۰۰ هکتاره ځمکه د اور تر لمبو لاندې ده. په همدې حال کې په ویکتوریا، تسمانیا او کوینس لنډ کې هم اورونه لګیدلي دي. تر اوسه پورې د ځاني تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نه شته. دغه اورونه د هوا د تودوخې له کبله بل شوي دي.