1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

داعش ته د توغندیو جوړو په اړه مشوره ورکوونکی نیول شوی

۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

د استراليا پولیسو ویلي دي چې په دغه هيواد کې زیږیدلي دغه برقي داعش ته داسي مشوره ورکوله چې څرنګه کولای شي د لیري واټن ویشتونکي توغندی جوړ کړي. چارواکو ویلي دي چې دغه کس داعش ته پیچلي معلومات ورکړي ول.

https://p.dw.com/p/2YNLH
Australien Melbourne Anti Terror Aktion Bundespolizei
انځور: picture-alliance/dpa/T. Nearmy

د استرالیا څارنوالانو د سه شنبې په ورځ یو ۴۲ کلن کس په دې تور نیولی دی چې له «اسلامي دولت» (داعش) سره یې د لیري واټن ویشتونکو توغندیو په جوړولو کې مرسته کړې وه.

د فدرالي پولیسو کمیشنر اندریو کولوین، ویلي دي چې په استرالیا کې زیږدلي دغه برقي یوازي د جګړې په سیمو کې اړیکې نه لرلې، بلکي د نړۍ په نورو سیمو کې پر اړیکو اتکا کوله چې معلومات ورسوي.

د پولیسو په حواله دغه شکمن کس داعش ته په دې اړه مشورې ورکړي وې چې څرنګه د «لایزر لرونکو توغندیو» ګواښوونکې وسیله او خپل توغندي جوړ کړي.

کولوین ویلي دي: «د هغو مشورو په اړه چې ده ورکړي، موږ داسې انګیرو چې هغه ډیر مغلقي او ښه پلان شوي وې.» دغه کس د استرالیا په یونګ ښار کې نیول شوی دی.

د استرالیا لومړي وزیر مالکولم تورنبوول، ویلي دي چې دغه نیونه تر۱۸میاشتنيو عملیات وروسته شوې ده.

هغه ویلي دي: «دا پیښه دا موضوع په ګوته کوي چې ترهګري، د ترهګرو ډلو ملاتړ او اسلامي افراطیت یوازي زموږ لویو ښارونو ته محدود نه دی.» هغه زیاته کړه: «دا یو ځل بیا دغه موضوع ښيي چې موږ ټول باید ډیر هوښیار اوسو.»

که پر دغه کس باندي لګېدلي تورونه ثابت شي نو هغه په عمري بند محکومیدای شي.

تر اوسه پورې شاوخوا ۲۰۰ استرالیایان منځیني ختیځ ته تللي دي، څو د داعش ترهګرې ډلې تر څنګ وجنګیږي. چارواکي وایي چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې په استرالیا کې د ۱۲ ترهګرو بریدونو مخه نیولې شوې ده.

 

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: