1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا ـ د مهاجرو په پلوي مظاهرې وسوې

۱۳۹۶ مهر ۲۳, یکشنبه

په سلونو کسانو د استراليا په سيدني ښار کې د مهاجرو په پلويتوب مظاهرې وکړې. هغوی پر حکومت غږ وکړ چې د آرام سمندر په لرو پرتو دوو ټاپوګانو کې تم کړل شويو مهاجرو ته دې په استراليا کې د اوسيدو امکانات برابر کړي.

https://p.dw.com/p/2lrFD
Australien Sydney Demonstration für Flüchtlinge
انځور: Reuters/D. Gray

د رويټرز د رپوټ په حواله، په سيدني ښار کې د مهاجرو په پلويتوب د يکشنبې ورځ (اکتوبر ۱۵مه ۲۰۱۷) مظاهرې په داسې وخت کې کيږي چې په پام کې ده، استراليا د آرام سمندر په مانوس ټاپو کې د مهاجرو کمپ د روانې مياشتې په ۳۱مه وتړي.

د کانبيري ( د استراليا پلازمينه) د مهاجرت سخت دريځه سياست له مخې، استراليٍا په هيڅ صورت کې غيرقانوني مهاجر نه مني. هغه مهاجر چې غواړي په کشتيو کې ځانونه په غيرقانوني توګه استراليا ته ورسوي، په سمندر کې تر نيول کيدو وروسته په آرام سمندر کې د استراليا اړوند مانوس او ناورو لرو پرتو ټاپوګانو کې ساتل کيږي.

کانبيري ويلي دي چې په دغو کمپونو کې توقيف کړل شوي مهاجر به هيڅ کله هم په استراليا کې د ميشتيدو چانس ترلاسه نکړي.

په پام کې ده چې د مانوس ټاپو کمپ د روانې اکتوبر مياشتې په ۳۱مه وتړل شي. د دغه کمپ هغه مهاجر چې د پناه غوښتنې يې رد شوي دي د پاپيو نيو ګيني ته به وليږدول شي.

«مهاجر دې استراليا کې ځاي پرځای شي»

د سيدني ښار د یکشنبې ورځې مظاهرې چې سوسياليستانو او د مهاجرو ملاتړکونکو کړيو لخوا تنظيم شوې وې، اعتراض کونکو په کې ويل چې کمپونو کې توقيف شوي مهاجر بايد په استراليا کې ځای پرځای شي.

په سيدني کې د مهاجر د يوې ملاتړ کونکې ادارې (Refugee Action Coalition Sydney) وياند يان رينتول وويل: « په مانوس کې هيڅ څوک د ازادۍ حق نلري». هغه زياته کړه: « دا هم د ناورو په شان زندان ته ورته ځای دی».په مانوس کمپ کې يو ميشت کردي ژورنالست بهروز بوخاني د جمعې په ورځ په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي وو چې توقيف کړل شوي مهاجر نه غواړي د پاپيو نيو ګيني په مانوس ټاپو کې ځای پر ځای شي ځکه دوي هلته د امنيت احساس نکوي او دغه راز نشي کولاي د خپلو کورنيو د اړتياو برابرولو له پاره هلته کار وکړي.

د رويټرز په رپوټ کې ويل شوي دي چې سمدلاسه د دې امکانات نه ليدل کيږي چې د موضوع په تړاو د استراليا د مهاجرو د چارو د وزير پيتر دوتون نظر دې واخيستل شي.

Australien Sydney Demonstration für Flüchtlinge
احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چي بند مهاجر بايد استراليا ته راوستل سيانځور: Reuters/D. Gray

امريکا سره هوکړه

د امريکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۶ کال په ورستيو کې له استراليا سره يوې هوکړې ته ورسيد چې له مخې يې امريکا د مانوس او ناورو کمپونو ۱۲۵۰ تنه مهاجر په خپله خاوره کې ځای پرځای کوي. د واشنګتن او کنبيري تر منځ د دغې هوکړې پر اساس امريکا ته د مهاجرو د لمړنۍ ۲۰ کسيزې ډلې پرواز تيره مياشت ترسره شو.

د استراليا د مهاجرت ادارې په حواله، استراليا د ۲۰۱۳ کاله را پدېخوا ۲۱۲۵ تنه مهاجر د آرام سمندر په لرو پرتو ټاپوګانو کې توقيف کړي دي. خو د تازه معلوماتو پر اساس چې د سپتامبر په ۳۰مه نيټه خپاره شوي ول، په دغو دوو ټاپونوګانو کې اوس هم ۱۱۱۱ تنه مهاجر اوسيږي. له دغې ډلې څخه ۳۶۹ تنه يې په ناورو او ۷۴۲ ته يې په مانوس کې توقيف دي.

تر دې دمخه د بشر د حقونو او روغتيايي سازمانونو په يادو کمپونو کې د سخت بشري وضعيت په اړه رپوټونه ورکړي ول.