1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استخباراتي ادارې نه يوازي په امريکا بلکه جرمني کي هم خاليګاوي لري

۱۳۸۸ دی ۱۶, چهارشنبه

دجرمني يوه پخواني صدراعظم هلموت شميټ يو ځل د آلمان د استخباراتي ادارې BND په هکله ويلي وه، چې دی له Neuen Zürcher Zeitung ورځپاڼي څخه زياتره معلومات لاس ته وروړي، نظر و نوموړې اسخباراتي ادارې ته

https://p.dw.com/p/LMC4
دجرمني پخوانی صدراعظم هلموت شميټ
دجرمني پخوانی صدراعظم هلموت شميټانځور: AP

په دې ارتباط د نوموړې ادارې BND مشر او وروسته د کورنيو چارو په وزارت کې د دولت معين August Hannig وو، چې له دې وينا څخه يې يادون وکړ. خو ده د خبري چوپړونو او سياسي پرېکړو د پروسو په هکله د Hanns Seidel Stiftung د ټولنې د کارپوهانو په يوې غونډه کې له استخباراتي ادارې څخه ملاتړ هم وکړ چې: په هېڅ کوم بل هېواد کې - ممکن د آلمان د ماضي له کبله - دغومره په انتقادي سترگه ونه کتل شي لکه په آلمان کې.

د اسخباراتي چارو سويسی کارپوه او د Neuen Zürcher Zeitung مسئول مدير Eric Gujer دا اقرار کوي، چې په آلمان کې د استخباراتي چارو اداره - د پارلمان لخوا هم - د هغوی کار سختوي، خو سره له دې خپله دا نيوکه پرې کوي چې: د استخباراتي ادارې د وړاندوينې يا پيشگويي څرنگوالی هسې لږ څه د رمل اچوونکو له وړاندوينې سره توپير لري. هغه هم د ډول ډول دليلونو له مخې :

(اريک گوير څرگندوي : اوس هغسې نه ده لکه د سړې جگړې په مهال، کله يې چې يو ښه تکړه مخالف درلود. بلکه اوس کېدلی شي دوی دا پېښه شي، چې له يوه ډېر په چټکه سره بدلېدونکي حالت سره به لاس په گريوان وي، او له دې ډول حالت سره يوه اسخباراتي څانگه په هغه ډول ښه غبرگون نه شي ښودلی لکه پخوا يې چې د سړې جگړې په مهال کولی شوای - چې سړي به سوکه سوکه خپل دښمن ته ځان چمتو کاوه. هغه وخت تېر دئ!).

د گوير په اند د کار د شرطونو له دې واقعي خرابتيا سره ځان ملامتوونکي دليلونه هم شته. په دې ډله کې - په تېره بيا آلمان کې - دا هم راځي، چې په استخباراتي ادارو تر يوې اندازې پورې کاغذپراني زياته شوې او دې ته چندان پاملرنه نه کوي، چې د دوی رپوټونو ته د لوړه پاملرنه وشي.

(بيا هم ايرک گوير په ډاگه کوي : په دې اړوند دا ستونځې هم شته، چې استخباراتي پرسونل او مالي امکانات يې محدود ساتل کيږي او دا کار بيا د دې سبب کيږي، چې دوی له يوې پېښې او ناورين نه خلاص نه وي او بل ته وردانگي.)

مناسب شکل دا دئ، چې اسخبارات بايد خپلې څارنې په پراخه او پرله پسې توگه تر سره کړي. وروسته له هغه بيا د دې توان ولري، چې وختي نوو پېښو ته متوجه او له ناڅاپه پېښې په مثبته توگه سره وڅېړلی شي. ولو که دا ډول يو پراخه عمليات د موجودو شرطونو له مخې ممکن نه دي، خو سره له هغه به هفته په هفته په زرهاوو پانې په معلوماتو ډکيږي، کومې چې وروسته تصفيه شوې له يوې قدمې نه بلې ته ورکول کيږي، تر څو چې د سياسې پرېکړه کوونکو لاس ته ورشي .

هانس جورج ويک د آلمان د اسخباراتي ادارې يو پخوانی مشر وايي: طبيعي خبره ده، چې د اسخباراتي کار برياليتوب او ناکامي يواځې د معلوماتو پر څرنگوالي پورې اړه نه لري، بلکه په دې پورې هم اړه لري، چې سياست تر کومې اندازې پورې له هغه څخه گټې اخيستلو ته چمتو دئ .

پيتر فليپ /عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري