1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ـ د برېکزيټ خبرو دوهمه خو لا سخته لړۍ؟

۱۳۹۶ آذر ۲۵, شنبه

اروپايي ټولنې په رسمي توګه د بریتانیا د وتلو یا بریګزیت له پاره د دوهم پړاو خبرو پیلولو ته شین څراغ ورکړی دی. دغه خبرې به اوس د انتقال پر لړۍ او د دواړو لورو ترمنځ تر بریګزیت وروسته پر سوداګریزو اړیکو تمرکز وکړي.

https://p.dw.com/p/2pTjl
Belgien EU Gipfel in Brüssel | Donald Tusk
انځور: Reuters/P. Noble

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې جرګه شوي مشرانو د جعمې په ورځ وویل چې له بریتانیا سره د بریګزیت «له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا وتل» د موضوع په هکله د دوهم پړاو خبرو له پاره لاره خلاصه ده. د اروپايي ټولنې د شورا مشر دونالد ټسک پر خپل ټویټر پاڼه د دې توافق اعلان وکړ. په عین وخت کې نوموړي په خپل دغه ټویټ کې د بریتانیا لومړۍ وزیرې ته له دې امله هم مبارکې ورکړې چې له اروپايي ټولنې څخه د بیلتون خبرې اترې یې تر دې حده پورې رسولي دي.

ټسک بیا وروسته د اروپايي ټولنې پاتې ۲۷ غړو هیوادونه چې تر بریګزیت وروسته به هم د دې ټولنې غړي پاتې شي، په اشاره وویل چې: «د راتلونکو اړیکو د کړنلارې له پاره دا اوس د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو داخلي چمتو والی او همدا راز له بریتانیا سره په دې هکله د لا ډیرو اړیکو نیولو وخت دی څو د دوی د لید لوري په هکله وضاحت ترلاسه شي.»

د بروکسل په ناسته کې د جمعې ورځې د خبرو د پیل دغه تائیدي د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریسا مې ته وروسته له هغې چې نوموړې د بریتانیا د پارلمان غړو ته د بریګزیت د معاملې پر سر د وروستیو معلوماتو د ورکړې له امله د پارلمان رایې له لاسه ورکړې، اوس هغې ته د بریالتوب زیری ورکوي. نوموړې پر خپله ټویټر پاڼه د اروپايي ټولنې د آرام او منظم بریګزیت د عملي کولو له پاره د اروپايي ټولنې د دې مهم اقدام ستاینه کړې.

د خبرو دوهمه خو لا سخته لړۍ؟

د بریګزیت تر عملي کیدو مخکې د جمعې د ورځې د خبرو تائیدي د ډیرو خنډونو له ډلې څخه یې یوازې یو وو چې له مخې لیرې کړل شو. د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل تر ناستې وروسته خبریالانو ته وویل چې تر دې لا ډیر سخت کار مو په مخ کې پروت دی.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «موږ مخ پر وړاندې یو ډیر ښه ګام اوچت کړ. دوهم پړوا اوس پیل کیدی شي خو له دې سره به د تیرو کارونو په پرتله یو لا ډیر سخت کار پیل شي.» هغې همدا راز زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې نورو هیوادونو تر اوسه پورې د بریګزیت د خبرو اترو په تړاو خپل یو والی په ښه توګه ساتلی دی.

په عین وخت کې په یوه بل خبري کنفرانس کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم د اروپايي ټولنې د پاتې ۲۷ غړو هیوادونو د تحاد د ساتلو په کړنلاره ټینګار وکړ. ماکرون په دې هکله وویل: «موږ په دې وتوانیدو چې د ۲۷ غړو هیوادونو اتحاد، د یوه واحد بازار پیوستون او ګډو کړنلارو ته احترام ټینګ وساتو.» نوموړ په دې هکله زیاته کړه چې همدغه اساسي ټکي په دوهم پړاو خبرو کې هم خوندي وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا غواړي په ۲۰۱۹م کال کې له اروپايي ټولنې بهر شي. د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر ژان کلاود یونکر د جمعې په ورځ وویل چې د بریګزیت د دوهم پړاو اصلي خبرې به د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې پیل شي.

د مهاجرت پر سر د اختلاف دوام

د بروکس ناسته چې د جعمې په ورځ پای ته ورسیده، د دې ټولنې غربي او شرقي هیوادونو د مهاجرت د موضوع پر سر لاهم په خپلو کې د نظر اختلاف درلود او سره بیل شوي وو. د ناستې په ترڅ کې د اروپا شرقي هیوادونه د مهاجرینو د بیا ویش د پروګرام پر خلاف په خپل موقف ټینګ ولاړ وو. د مهاجرینو د ویش دغه پروګرام د اروپايي ټولنې د زیاتره غړو هیوادونو لخوا تائید شوی دی.

د مهاجرینو ویش او یا د مهاجرت د موضوع په هکله د هیوادونو د ونډې پروګرام ته پر یونان او ایټالیا باندې د فشار د را کمولو د یوې کړنلارې په توګه لیدل کیږي. یاد دوه هیوادونو د مدیترانې د سمندر له لارې د مهاجرینو د راتګ دوه اصلي لارې ګڼل کیږي او له همدې امله تر سخت فشار لاندې هم دي.

اروپايي ټولنه مخکې له دې چې په راتلونکې اوړي کې د مهاجرینو ممکنه ډیر راتګ بیا پیل شي، د پناه غوښتنې د سیاست په تړاو د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په هڅه کې ده. د اوړي په موسم کې هوا صافیږي او له افریقايي او نورو هیوادونو څخه بیا مهاجرین د مدیترانې د سمندر له لارې خپل د مهاجرت سفرونه پیلوي.

په دې ناسته کې د شرقي اروپا څلور هیوادونه لکه چیک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا چې د وایزګراد په نامه یوه ډله یې جوړه کړې د اروپايي ټولنې د هغې پروژې سخت ملاتړي وو چې غواړي له لیبیا سره د پولې امنیت لا ښه کړي. دغه سیمه اروپا ته د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د راتګ تر ټولو مهمه او اصلي لار ګڼل کیږي.

په ورته وخت کې دوی د ۴۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د ایټالیا د هغې پروژې سره د مرستې وړاندیز وکړ ترڅو وښيي چې دوی د مهاجرت د مسئلې په هکله په فعاله توګه کار کوي.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان په دې هکل وویل چې د اروپا د بهرنیو پولو د خوندي کولو سیاست یواځينۍ اقدام دی چې نتیجه یې ورکړې او په ښه توګه عملي شوی دی. نوموړي وویل چې همدې اقدام هغه پایلې ورکړې د کومو چې موږ انتظار کوو.

سربیره پر دې د اروپايي ټولنې مشران پر دې هم سره سلا شول چې د روسیې پر ضد باید بندیزونه د ۶ نورو میاشتو له پاره هم وغځول شي. دغه بندیزونه د اوکراين په ختيځ کې د روسیې د رول له کبله وضع کړل شوي وو او د دې ترڅنګ دوی په دې هم توافق وکړ چې یو ګډ اروپايي دفاعي ځواک به جوړوي.

AP/Reuters/k.h

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.01.2017):