1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« اروپا د مهاجرت يو ريښتيني سياست ته اړتيا لري»

۱۳۹۶ مهر ۸, شنبه

د اروپايي اتحاديې کميسيون غواړي ۵۰ زره مهاجرو له پاره اروپا ته د تلو قانوني امکانات برابر کړي. دغه اقدام اروپا ته د زياتو مهاجرو د تلو څخه د مخنيوي په موخه په نظر کې نيول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2l1eZ
Flüchtlinge an der Grenze zwischen Österreich und Slowenien
انځور: Reuters/L. Foeger

هالندۍ ورځپاڼې « دې فولکسرانت»، د شنبې په ورځ په دې اړه ليکلي دي: « د اروپايي اتحاديې کميسيون په خپل دغه وړانديز سره ښيي چې هم د مهاجرو د امنيت احساس، هم د کار او زده کړې خبره او همدا ډول د اروپايي اتحاديې د دولتونو مخ پر زړيدونکي نفوس ته په کتلو، د بشري قوی اړتيا درک کوي».

دغه ورځپاڼه زياتوي، که دواړه خواوې په نظر کې ونيول شي، په دې صورت کې به د مهاجرت د کنترول وړ، ريښتينې امکانات رامنځته شي.

د چارو کارپوهان له کلونو راپديخوا د يو منظم مهاجرت سپارښتنه کوي تر څو يې له مخې مهاجر وشي کولی د يو ټاکلي وخت له پاره د زده کړو په خاطر اروپا ته ورشي او بيا له پيسو او زدکړې سره بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي. په دې ترتيب به د هغوي هيوادونه ته د چټکو پرمختګونو امکانات برابر شي.

د هالندۍ ورځپاڼې په آند، اوس مهال اروپايي اتحاديه له دې ستونزې سره لاس او ګريوان ده چې څرنګه له ترکيې څخه د څو زره ترکيې مهاجرو د منلو په اړه موافقه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کې د يونان او ايتاليا مهاجرو د ناکامه ويش په اړه، د تر ټولو بدو پايلو لرونکې انديښنې راولاړې کړي دي.

د اروپايي اتحاديې کميسيون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لوړ شمير مهاجرتونو د مخنيوي په موخه، په راتلونکو دوو کلونو کې به اروپا ته لږ ترلږه د ۵۰ زره قانوني مهاجرو د راتګ امکانات برابر کړي. د شوي اعلان مطابق، له دغو امکاناتو څخه به تر ټولو دمخه د نايجر، سودان، چاد او ايتوپیا هيوادونه برخمن کيږي.

هغه هيوادونه چې د دغه پلان په چوکاټ کې مهاجر مني، د هر مهاجر په سر به د اروپايي اتحاديې له بوديجې څخه ۱۰ زره يورو مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

«دي فولکسرانت» ورځپاڼه زياتوي، د دغو نغدي امکاناتو په تر لاسه کولو سره به، ښايي دغه چمتوالی نور هم پراخ شي چې په پايله کې به یې د مهاجرت يو ريښتينی سياست رامنځ ته شي.

Flüchtlinge am kroatisch-slowenischen Grenzübergang Harmica Rigonce
انځور: picture-alliance/PIXSELL

hm/rsh (dpa)