1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته په ۲۰۱۶ کال کي څومره کډوال رسیدلي

۱۳۹۶ تیر ۹, جمعه

د اروپا د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا سازمان (OECD) غړو ۳۵ هيوادونو ته په ۲۰۱۶ م کال کي د لومړنیو ارقامو له مخي پنځه میلیونه انسانان رسیدلي دي. په ۲۰۱۵ کال کي بیا دغو هیوادونو ته د رسیدلو کسانو شمیر ۴،۷ میلیونه وو.

https://p.dw.com/p/2fgLt
Libyen gerettete Flüchtlinge im Golfo Azurro
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Morenatti

په دې اړه د پنجشنبې په ورځ په پاریس او برلین کي یو رپوټ خپور سو. اوس باید د OECD دولتونه د دغو کسانو په مدغمیدو او کار پیداکولو کي ډیري هڅي وکړي. خو د نوموړي رپوټ پر اساس هغه مهاجرين چي د ۲۰۱۷م کال په نیمايي کي اروپا ته رسیدلي دي، یوازي ۸۵۰۰۰ کسان وو. دا د ۲۰۱۵ کال په همدې موده کې د دغو هیوادونو ته د رسیدلو کډوالو په شمیر کي لس وارې کموالی ښيي.

په آلمان کي حالت عادي کیږي

د OECD د اټکلونو له مخي په آلمان کي حالت په کراره کراره سره بیرته عادي کیږي. په اروپا کښي د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا سازمان (OECD) د مهاجرينو کارپوه توماس لیبیگ، به برلین کی وویل چي په تیرو کلونو کي د ډیرو زیاتو مهاجرينو تر راتگ وروسته په ۲۰۱۷ کال کي حالت بیرته عادي سوی دی. هغه زیاته کړې ده چي هم د پناه غوښتونکو او هم د اروپايي ټولني د نورو هيوادونو څخه د کډالو په راتگ کي کموالی راغلی دی.

د OECD د عمومي منشي اَنگل گوریا، په نظر اوس نو د کډوالو، مهاجرينو او هغوی د اولادونو ادغام اساسي وظیفه او لویه ننګونه ده. هغه روښانه کړې ده چي په دې لار کې لا ډیرو کوښښونو ته اړتیا شته.

په ځانګړې توګه باید په آلمان کي د کډوالو د کورنیو د غړو راتگ ته ډیره پاملرنه وسي. د رپوټ پر اساس په ۲۰۱۵ کال کي د (OECD) هیوادونو په چوکاټ کي  تر ۱،۶ ملیونو اضافه کورنیو غړو ته ویزې ورکول سوي دي.

زموږ له ارشیف څخه: