1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د اوباما د سفر انتظار په تلوسو سره ايستل کيږي

۱۳۸۸ فروردین ۱۰, دوشنبه

په واشنګټن کي د المان د مارشال صندق مشر کريګ کنيدي په نظر تر اوسه پوري اروپا ته د امريکا د يو جمهوررییس د سفر انتظار داسي په تلوسو سره ايستل نه وه ليدل سوي. خو سړی بايد په ځينو ساحوکي د لانجو د منځته راتلو انتظار هم وکړي

https://p.dw.com/p/HMnU
د امريکا مجهوررييس بارک اوباما سبا اروپا ته خپل څو ورځنی سفر پيلوي
د امريکا مجهوررييس بارک اوباما سبا اروپا ته خپل څو ورځنی سفر پيلويانځور: AP

«لومړۍ ساحه د امريکا د متحده ايالاتواقتصادي سیاست دي.که دټولو اندېښني په لنډ ډول وويلي شي،نو په دې سیاست کي د اقتصادي تمايلاتو او تموجاتو د لوړولو له پاره ډيري زياتي دولتي مرستي سرته رسیږي خو قواعد او مقررات لږ ورته ټاکل شوي او څارنه يي لږ کيږي. د امریکا دمتحده ايالتونو داقتصاد دبيرته غوړولو له پاره د دولت مرستو او د هغه له امله دبودجې دکسر ډيرېدو ته ټول په ډیرو انديښنوسره ګوري.»

ويل کيږي چي د اوباما حکومت به له اروپايانو څخه د ډيري دولتي پانګي اچوني غوښتنه وکړي.خوسپینه ماڼۍ دا ټولي خبري ردوي او وايي چي د هرهيواد دمالي مرستو په ډير والي باندي ددوی ترمنځ ناندرۍ نشته.

داوباما د اقتصادي چارو مرستيال سلاکار مايکل فرومن وايي،هيڅ چا له کوم هيواد څخه نه دي غوښتي چي لندن ته دي راشي اوسمدستي دي د یوې اضافي ونډي له ورکولو سره خپله موافقه اعلامکړي.

کريګ کنيدي دويمه لانجه د افغانستان له پاره د اوباما په نوې تګ لاره کي ويني. دی وايي چي اروپايان د اوباما د حکومت په وخت کي دبنسټيز بدلون ښه هرکلی کوي ،خو په دې باندي هم پوهيږي چي اوس له دوی نه زیاتره انتظارونه کيږي. خوسپينه ماڼۍ په دې برخه کي وايي چي له دوي نه کومي مشخصي تقاضاوي نه کيږي.

په واشنګټن کي د المان سفیر کلوس شاريوت وايي چي افغانستان ته د اضافي پوځونو د استولو په برخه کي مخامخ له دوي نه غوښتنه نه ده شوې . خو دناټو هرغړی پر دې فکر کوي چي په دې برخه کي کومه اظافي ونډه اخيستلای شي.

« زه فکرکوم چي له خبرونه چي کيږي پدې پوهيدلی يم چي د امريکا نوی حکومت ملکي فعاليتونو ته زيات ارزښت ورکوي.» سفير زياته کړې ده چي دلته به د المان قوت ډيرګټور وي.

دکريګ کینيدي په نضر د امریکا او اروپا تر منځ د لانجې دريم امکان شايد د اقليم په هکله سياست وي.

سره له هغه چي امريکا د اقليم په هکله ښې خبري کوي خو سړی بايد دا شک ولري چي آيا رشتيا هم دغه حکومت د اقليم په مسله کي جدي دی او کنه؟ خلک د امريکا د بودجې سترکسر، اوخرابي اقتصادي وضعي ته ګوري اوله ځانونو پوښتنه کوي چي آيا پداسي وخت کي داقليم سياست رښتيا وړاندي والی لري ؟»

خوپه دې برخه کي دالمان سفير له کنيدي څخه ډير خوشبينه دی اووا يي چي دکوپنهاګن په غونډه کي امريکا ته په يوقوي نقش کي اړه ده. داقليم پر مسله باندي به په پراګ کي د اوباما او د اروپايي ټولني ترمنځ خبرو په وخت کي هم بحثونه وشي.

دچکانو جمهوريت اوس داروپايي ټولني مشري په غاړه لري اوله هغه ځایه د اوباما کتنه خاص اهميت لري. د اروپا له مهمو شخصيتونو سره د اوباما دا کتنه په سمبوليک شکل داښيي چي دوی له اروپايانو سره په ګډه حل لاري لټوي.

Bergmann/ اميري

کتونکی: زيارمل