1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي ټولنه د جهادیانو پر ضد ستراتیژۍ کار کوي

دويچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۲, دوشنبه

په پاریس کې تر یرغلونو وروسته د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیران غواړي چې د پولو کنترول لا سخت کړي. د دغي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو په پاریس کې د هوایي مسافرینو د معلوماتو د تبادلې تړون د ژر تطبقیدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1EIlB
انځور: picture-alliance/dpa/Guillaume

په پاریس کې د اروپایي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو غونډه لنډه وه. تیره اوونۍ په پاریس کې تر ترهگرو یرغلونو وروسته د اروپایي ټولني د کورنیو چارو وزیران پر دې سره سلا شوي دي چې د جهادیانو د سفري خوځښتونو په هکله باید په معلوماتو کې ښه والی راوستل شي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر تر دغي غونډي وروسته ویلي دي چې له دې کبله باید د «شنگن» د معلوماتو سیستم له پاره شوې پریکړې «واقعاً ژر» تطبیق شي.

د وتلو پر مهال د جهادي شکمنو کسانو پیژندل

ويل شوي دي چي د شنگن په معلوماتي سیستم کې باید داسې ځانگړې مشخصات ثبت کړل شي، چې له مخې یې سرحدي پولیس له هیواد څخه د وتلو او ورننوتلو پر مهال شکمن جهادي کسان وپيژندلای شي.

اوسمهال په دې برخه کې د کارپوهانو له خوا پر تخنیکي جزئیاتو باندي کار کیږي او ویل شوي دي چې نوې مقررات به په راتلونکو میاشتو کې نافذ کړل شي. د شنگن حوزې وگړي، چې بریتانیا پکې نه ده شامله بې له دې چې د کسانو له لوري کنترول شي په ۲۶ غړو هیوادونو کې سفر کولای شي. دغه تړون د اروپایي ټولني پر زياتو هیوادونو سربیره د سویس او ناروې په شان هیوادونو کې هم صدق کوي.

په راتلونکي وخت کې د سفر اصلي هیواد او همداشان له ترانزیتي هیواد سره په گډي همکارۍ کې د ښه والي د راوستو خبره هم شوې ده. له اروپا څخه جگړې ته تلونکي زیاتره تندلاري اسلامپال د ترکیې مسیر غوره کوي. په دغه برخه کې د ښه والي په موخه له ډیري مودې راهیسې توماس دیمیزیر او د هغه د همکارانو له خوا داسې یو وړانديز شوی دی.

د الوتکو د مسافرینو د معلوماتو تبادله

د اروپایي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو غونډه چې په پاریس کې پر طنزي مجلې «چارلي ابدو» باندي د تندلارو اسلامپالو تر برید وروسته د فرانسې د کورنیو چارو د وزير له خوا پلان شوې وه، په سملاسي توگه د اروپايي ټولنې له خوا د هوایي مسافرینو د معلوماتو د تبادلې د تړون د معرفي کیدو خبره کړې ده، چې تر اوسه د اروپایي ټولنې د پارلمان د مخالفت له کبله یې مخه نیول شوې ده. پر «چارلي ابدو» باندې برید کې ۱۲ تنه ووژل شول.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمیزیر
د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمیزیرانځور: picture-alliance/dpa/S. Muylaert

په پاریس کې د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د امریکا متحدو ایالاتو د عدلیې وزیر ایرک هولدر، برخه اخیستې وه. هغه د اروپا او متحدو ایالاتو د استخباراتي ادارو تر منځ د گډ کار د پیاوړتیا پر ضرورت باندې ټینگار وکړ.

د سفر د اسنادو اخیستل

په عین وخت کې له شکمنو کسانو څخه د سفر د اسنادو لکه د پاسپورټ بیرته اخیستلو د موضوع پر سر بحثونه کیږي. خو د سفر د اسنادو بیرته اخیستل یوازي په ملي سطحه تنظیمیږي. د آلمان فدرالي حکومت غواړي چې په راتلونکو اوونیو کې پر هغه یوه قانون باندي سلا مشوري وکړي، چې له تندلارو اسلامپالو څخه د تذکرو د بیرته اخیستو اجازه ورکوي. ویل شوي دي چې په دې سره به جنگي سیمو ته د هغوی د سفر مخه ونیوله شي. داسي پلان شوې ده چې بالقوه اسلامپاله جنگیالیو ته به داسې اسناد عوض کړای شي، چې د هغه له مخي به تر پولي تيرېدای نه شي.

د اوسني قانون له مخې له یوه آلماني وگړي څخه د خاصو شرایطو له مخې پاسپورټ، بیرته اخیستل کیدای شي، خو تذکره نه. خو که چیري یو څوک یوازي تذکره هم ولري، نو ترکیې ته د سفر له پاره کفایت کوي. د آلماني چارواکو د اټکلونو له مخې تر اوسه له آلمان څخه شا او خوا ۵۰۰ افراطي اسلامپالو سوریې او عراق ته سفر کړی دی.