1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیه:افغانستان کې د خلکو وهل «غیر انساني» کار دی

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحاديې ځانګړي استازي ویلې:چې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د ښځو او نارینه وو په وهلو ډیر حيران او مايوسه کړی دی.هغه غوښتنه کړې چې د ژمنو مطابق دې پر نړیوالو قوانینو عمل وکړي

https://p.dw.com/p/4KBF7
Afghanistan Ein Soldat der streng muslimischen Taliban-Miliz angehört, schlägt einen Zivilisten mit einem Gummigürtel
انځور: EMMANUEL DUNAND/AFP via Getty Images

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیي ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په افغانستان کې په ښکاره توګه د طالبانو له لوري د تورنو خلکو په درو وهلو په اړه پخپل یوه ټویټ کې غبرګون ښودلې او لیکلې یې دي: «زه د طالبانو له خوا په  لوګر ولایت کې په عام محضر کې د  ۱۴ ښځو او نارینه وو په درو وهلو ډیر وبيرولم.»

هغه وویل چې طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په اړه پخپلو کړنو سره یو شاتګ ننداري ته وړاندي کړی او له هغوي څخه یې وغوښتل چې د نړیوالو حقونو پر بنسټ خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي: «په څو نورو هیوادونو کې هم د بدني سزا ورته ډولونه پلي کیږي. اروپایي ټولنه له دغو ټولو هیوادنو څخه غواړي چې د خپلو ژمنو سره سم د نړیوالو قوانینو له مخې عمل وکړي.» 

هغه په دی باور دی «چې بدني سزا د بې رحمه چلند یا سزا یو ډول دی او دا یو سپکوونکې عمل دی چې د ځورنې او شکنجې د منع کنوانسیون او د نړیوالو مدني او سیاسي حقونو د بنسټونو له لوري منع دی.» 
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی وایي چې دغه هیواد دوه نړيوال میثاقونه لاسلیک کړي دي او حاکم واکمنان اوس د هغوی په ملاتړ او عملي کولو مکلف دي.

 

د ارشیف عکس : طالبان په عام ولس کې یو کس ته سزا ورکوي
د ارشیف عکس : طالبان په عام ولس کې یو کس ته سزا ورکويانځور: CHAND KHAN/AFP via Getty Images

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د نړیوالو نیوکو پر وړاندې غبرګون وښود او د هغه څه چې «د دینی حدودوو پلی کول» بلل کيږي، ته «بې رحمه او غير انساني» ويل یې «اسلامې مقدساتو ته سپکاوي» وباله.


  
خو ښاغلي نکلاسون ويلي دي چې د قانون حاکمیت ته درناوی ډیر مهم دی. هغه ويلي: «اروپایي اتحادیې په پرله پسې توګه له طالبانو وغوښتل چې د هیواد اساسي قانون او د جزا ورکول روښانه کړي او دا یقینې کړي چې هر څه د د نړیوالو قوانینو د ژمنو پر بنسټ ترسره شي، خو دوی تر اوسه په دې ډګر کې هیڅ کار هم نه دی کړی.» 

دغه اروپایي لوړپوړي چارواکي ویلي چې د نړۍ د اکثرو مسلمانانو او اسلامي هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې اختلافات سته چې اسلامی شریعت څنګه تفسیر او نافذ کړي.  هغه وويل چې همدا شان د طالبانو او نورو افغانانو په تفسیر کې هم ورته توپیرونه شته. هغه وويل چې زه په دې برخه کې د افغانستان د خلکو او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلی کوم.
ژباړه: صفت الله زاهدي