1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایی ټولنه غواړی نظامي تحرُکات «ساده او مؤثر» کړي

۱۳۹۷ فروردین ۹, پنجشنبه

په راتلونکي کي باید په لا چټکۍ سره ټانکونه او ځواکونه له اروپايي ټولنې تیر سي. په دې سره اوس د روسیې سره ترینگلیتیا ته په کتو سره اروپایی ټولنه غواړي د ناټو یوه پخوانۍ غوښتنه بشپړه کړي.

https://p.dw.com/p/2vCRe
NATO-Panzer-Transport in den Niederlanden
انځور: Getty Images/AFP/R. van Lonkhuijsen

د اروپايي ټولني د ترانسپورت کمیسارې، ویولیتا بولک، د نوموړې ټولنې د پراخو پلانونو مهم ټکي چي د لا ډیر پوځي گړندیتوب په اړه دي، داسي بیان کړل: «که موږ و نه سوای کولای خپلو مالونو او انسانانو ته حرکت ورکړو او سمبال یې کړو،بیا به نو له ځانه دفاع هم و نه سو کولای. تر ۲۰۲۵م کاله پوري د پراخ «پوځي اتحاد» یو هدف د دې تقاضا کوي چي ځواکونه او پوځي مهمات چټک حرکت وکولای سي.

په دې ډول باید اروپايي ټولنه داسي یوه حالت ته راوستل سي چي د امکان تر حده ژر تر ژر د داخلي او خارجي بحران په مقابل کي عکس العمل وښودلای سي. د سړې جگړې له پای ته رسیدو راهیسي په اروپا کي د پراخو ځواکونو د حرکت ورکولو په اړه تیاری ډیر کم سوی، ځکه چي یوه پوځي مداخله ناممکنه په نظر راتله. د اوکراین د بحران او په ۲۰۱۴م کال کي د روسانو له خوا د کریمیا نیمه ټاپو له الحاق راهیسي، یو وار بیا د ختیځ له خوا گواښونه رامنځته سوي دي.

له پلونو، تونلونو او سړکونو څخه باید یوازي ملکي استفاده ونه سي

د بولک په نظر، اوس په اروپايي ټولنه کي تر سرحدونو دباندي ترانسپورتي لارو، ستونزې رامنځته کړي دي. په دې ځای کي اروپايي کمیسیون غواړي د پوځي گړندیتوب او پرسونل د ښه کولو له پاره مشخص گامونه واخلي. د اروپايي کمیسیون په وړاندیزونو کي په مشخص ډول د پلونو د ظرفیت نیمگړتیا، د درنو نظامي وسایطو طاقت نه راوړل، په کافي اندازه د تونلونو د چتونو نه لوړوالی، خراب سړکونه او یا هم د پټلیو له پاره د نقلیه وسایلو کمښت شامل دی.

د بولک په نظر ددغو کارونو په مالي لگښت کي به بروکسل ونډه واخلي. خو دا چي دغه پیسې به د اروپايي ټولني له کومو مالي صندوقونو څخه راسي، لا تر اوسه معلومه نه ده. د ناټو له پاره مگر د ځواکونو د گړندیتوب او چټک والي نیمگړتیا له پخوا لا معلومه وه. دا هم په داسي حال کي ده چي د ناټو ډیرغړي د اروپايي ټولني یوه برخه هم ده. خو له مرکزي او غربي اروپا څخه د بالکان پرخوا د ځواکونو چټک انتقال له روسیې سره د تشنج د زیاتیدو له کبله یو ضرورت گرزیدلی دی.

د پوځي تجهیزاتو د گړندیتوب په هکله له ناتو سره مشوره سوې ده

د دغه کاري پلان دلیل په تیر نوامبر میاشت کي د اروپايي ټولني د خارجي سیاست د مسئولې فیدریکا موگریني په مشرتوب د اروپايي ټولني د غړو هیوادونو هغه گډه اعلامیه ده چي «د ۲۰۱۸م کال تر مارچ میاشتي پوري باید  د داسي یوې اتحادیې وړاندیز وکړي، چي له ځانه دفاع وکولای سي.»

بولک د بروکسل له خوا ددغې مداخلې په هکله دا دلیل راوړي: «موږ باید همدا اوس عمل وکړو» د هغې په نظر په اول قدم کي د اروپايي ټولني کمیسیون له غړو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چي په خپلو هیوادونو کي د مشخصو غوښتونو یو ليست جوړ او د اروپايي ټولني چارواکو ته دي یې په هکله خبر ورکړي. خو اول باید دهغې یوه مسوده جوړه سي.

دا چي په دې برخه کي به په مشخص ډول څه تر سره سي ، طبعأ د اروپايي ټولنې په غړو هیوادونو پوري اړه لري. په دې ډول د اروپايي ټولني کمیسیون هڅه کوي د امکان تر حده پوري بې باوري راکمه کړي.