1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایان له ایران سره د اټومي معاملې دفاع کوي

۱۳۹۶ دی ۲۱, پنجشنبه

آلمان، فرانسې او بریتانیا له امریکا متحدو ایالاتو څخه په ټینگار سره غوښتنه کړې ده چې د ایران د حکومت د شخړه ایز سیاست سره سره له دغه هیواد سره پرنړیوال اټومي تړون ټینگ پاته شي.

https://p.dw.com/p/2qh36
Brüssel Iran EU Treffen Außenminister
انځور: Reuters/F.Lenoir

د اروپا د اتحادیې استازو د ایران له بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف سره د اټومي تړون د راتلونکی په هکله خبرې وکړی. د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دغه تړون د فسخه کولو گواښ کړی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، زیگمار گابرئیل په بروکسل کې له خپلو اروپايي سیالانو سره د دغې لانجې پرسر تر يوې غونډي وروسته وویل:«موږ پر امریکا متحدو ایالاتو غږ کوو چې په دې برخه کې  همکاريو ته دوام ورکړي ترڅو دغه تړون پایښت ولري او له دې سره نورې غوښتنې هم پوره کړای شي.»

گابرئیل د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې دغه تړون ښکاره کوي چې له دیپلوماتي لارو کیدای شي چې د اټومي وسلو د خپریدو مخنیوی وشي او د شمالی کوریا د اټومي وسلو د پروگرام پر سر د شخړې له امله دا به یوه «ډيره ناوړه نښانه» وي چې له ایران سره دغه تړون ناکام کړای شي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «په دې وجه موږ هڅه کوو چې د دې تړون د له مینځه تلو مخه ونیسو.»

د اروپا د اتحادېې د بهرنیو چارو مسوولې، فدیریکا موگیرني هم په خپل وار سره یادونه وکړه چې له تهران سره اټومي تړون باید مراعات شي، ترڅو له دې لارې د ایران د هستوي پروگرام کنترول خوندي پاتې شي.

پر گابرئیل، موگریني او ظریف سربيره په دې غونډه کې د فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو هم گډون کړی وو. تر دغې لیدنې کتني مخکې گابرئیل ویلي ول چې هغه غواړي د اروپا د اتحاديي له خپلو شریکانو سره په گډه په دې لاره کې کار وکړي چې د ایران تړون خوندي پاته شي او د عمل په ډگر کې پلی کړای شي. خو هغه یادونه وکړه چې دا دی معنی نه لري چې د دغه تړون څخه په نورو برخو که له ایران سره «جدي او ستري ستونزي وجود نه لري، هغه چې موږ باید ورته گوته ونیسو.» گابرئیل په دې اړه په سیمه کې د ایران نقش او د هغه توغندي پروگرام ته اشاره وکړه.

ایران د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې د ملگرو ملتو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو او آلمان سره د خپل اټومي پروگرام د شخړې د پای ته رسولو په موخه دغه تړون لاس لیک کړ. دغه تړون له ایران سره د اړیکو د عادي کولو او ترڅنگ یې پر دغه هیواد باندی د اقتصادي بندیزونو د لیری کولو له پاره لاره پرانیستله. په مقابل کې ایران ځان مکلف وگاڼه چې لږ تر لږه تر لس کلونو پوري خپل اټومي پروگرام تر زیاتي کچې محدود کړي، څو ونه کړای شي اټومي وسلې جوړې کړي.

سر بیره پر دې تهران پر خپلو اټومي دستگاوو ټینگ نړیوال کنترول ته اجازه ورکړه. خو ولسمشر ترمپ دغه تړون تر پوښتنې لاندې نیولی دی او له هغه څخه يې د مخ اړولو گواښ کړی دی. هغه خپل دغه دریځ ته داسي استدال وړاندي کوي چې ایران د «سیمی د سولې او ثبات» له پاره گواښ دی. هغه ویلي دي چې دا «یو ډير خراب تړون دی چې ساری» نه لري.

ترمپ باید په راتلونکو ورځو کې تصمم ونیسي چې آیا د ایران پرضد د لیري کړای شوو بندیزونو مراعات کوي او که هغه بیرته نافذوي. د امریکا حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې ولسمشر تر اوسه پوري وروستی تصمیم نه دی نیولی. دا ښايي سبا (جمعه د ۲۰۱۸ کال جنوري ۱۲مه) اعلان کړای شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ظریف په مسکو کې د یوې لیدنې کتنې په ترځ کې پر امریکا تور ولگاوه چې د دغه اتمي تړون په موضوع کې «نه رغوونکی» سیاست تعقیبوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، بوریس جانسن د سه شنبه په ورځ له واشنگتن څخه غوښتنه وکړه چې هغه یو موافقه تر پښو لاندی نه کړي چې د اټومي وسلو د جوړولو له پاره د تهران مخه نیسي. دغه راز د چهار شنبه په ورځ د فرانسې له بهرینو چارو وزارت څخه هم واوریدل شول چې دغه هیواد «ټینگ هوډ لري چې د ویانا دغه تړون»  خوندي وساتي.

(a.h/n.z (afp, dpa, rtr

زموږ له آرشیف څخه: