1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي کميسار: د داخلي پولو کنترول نبايد تمديد شي

۱۳۹۶ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د مهاجرو په چارو کې د اروپايي اتحاديې تر ټولو لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وويل چې د شينګن هيوادونو پر پولو دې کنترول تمديد نشي ځکه چې د مهاجرو د بحران په تړاو اضطراري حالت مخ په عادي کيدو دی.

https://p.dw.com/p/2jyYo
Deutschland Grenzkontrolle auf der A8
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

اروپايي اتحاديې له اتريش، دنمارک، آلمان، سويډن او د دغې اتحاديه د نه غړيتوب لرونکي هيواد ناروې ته اجازه ورکړې ده چې پر خپلو پولو دې د هويت اسنادو کنترول وکړي. دغه هيوادونه وايي چې د امنيتي لاملونو پر اساس پر پولو يې د دا ډول کنترول شتون مهم دی. دا په داسې حال کې ده چې د پولو د کنترول موضوع، د آلمان په راروانو عمومي انتخاباتي کې هم د جنجالي بحثونو څخه یوه دی. د آلمان انتخابات د روانې مياشتې (سپتمبر) په ۲۴مه ترسره کيږي.

د مهاجرو په چارو کې د اروپايي اتحاديې کميشنر ديميتريس آوراموپولوس وویل که څه هم د پولو کنترول توجيه کونکې نده، خو د دغه کار لاملونه «نور شتون نلري». هغه وويل: « زه فکر کوم چې اوس هغه وخت رارسيدلی دی چې موږ بيرته د شنيګن نورمال حالت ته وګرځو».

شينګن هيوادونه

د شينګن سيمې هيوادونه، هغه هيودادونه دي چې له پولو څخه يې د پاسپورت پرته، آزاد اوښتل راوښتل ترسره کيږي. د دغې سيمې د ۲۶ غړو ترمنځ د اسنادو سيستماتيک کنترول له منځه پورته کړل شوی وو، خو په ۲۰۱۶ کال کې کله چې له هغې يو کال د مخه اروپا ته يو ميليون مهاجر راغلل، پر پولو د کنترول تدابير ونيول شول.

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل غواړي چې پر دغو پولو دې د پوليسو لخوا کنترول ادامه ولري.

د پولو د کنترول موده

مرکل په خپله يوه مرکه کې چې د روانې مياشتې په اوايلو کې يې ترسره کړه وویل چې هغه ډاډمنه ده چې د اروپايي اتحاديې کميسيون به د نوامبر تر ۱۱مې وروسته د پولو د کنترول د تمديد په برخه کې « زمونږ دلايلو ته اوريدونکي غوږونه» ولري. د شينګن غړو هيوادونو تر منځ د پولو کنترول د راتلونکې مياشت (نوامبر) په ۱۱مه نيټه پای ته رسيږي.

په آلمان کې د پولو کنترول هغه مهال پیل شو چې دغه هيواد ته د مهاجرو سترې څپې داخلې شوې، چې ورسره جوخت د انګلا مرکل منتقدو ګوندو د مرکل پر مهاجر پلوه سياست باندې نيوکې وکړې. له هغې وروسته د اروپايي اتحاديې کميسيون چې د دغې اتحاديې اجرائي څانګه ده، آلمان او د هغه څلورو نژدې ګاونډيو هيوادونو ته يې اجازه ورکړه چې د ۲۰۱۶ کال د می مياشتې وروسته دې پر خپلو پولو کنترول پيل کړي. دغه کنترول تر اوسه دوه ځلې تمديد شوی دی خو د اروپايي اتحاديې د مقرراتو پر اساس، دغه اقدام به تر دې زيات نور تمديد نشي.

آوراموپولوس وویل چې د مهاجرت پر موضوع د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ شوی تړون په ښه توګه عملي کيږي، هغه زياته کړه چې تيره مياشت له ترکيې څخه د يونان ټاپوګانو ته د رسيدليو مهاجر په شمير کې د تيرکال همدې مودې په پرتله ۸۱ سلنه کموالی رامنځته شوی دی. هغه وویل: « د تيرو دوو کلونو په ترڅ کې موږ په بحراني حالاتو کې کار کړی دی. اوس د دې وخت راغلی دی چې د دغه بحراني حالت څخه ووځو».  

اسوشیتد پرس / ع. ح - / ک. ص.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2016):