1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني له اوکراين سره د همکارۍ سند لاسليک کړ

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۶, جمعه

د اوکراين نوي جمهور رئيس پيتر پروشينکو په بروکسل کي اروپايي ټولني ته د ورنژدې کېدو په خاطر له دغي ټولني سره د همکارۍ سند لاسلیک کړ. مسکو د اوکراين له دغه کار سره راضي نه وو.

https://p.dw.com/p/1CRX8
انځور: Reuters

د اوکراين جمهور رئيس د روسيې له جمهور رئيس سره پر خړپړتيا سربيره له اروپايي ټولني سره د همکارۍ سند لاسليک کړ. پروشينکو د دغه سند تر لاسليکولو وروسته وويل چي دا يوه تاريخي شېبه ده.

هغه دغه تړون ته په کتو سره وويل چي «دا د اوو کلونو کار نتيجه ده.» د دغه تړون له مخي به د دواړو اړخوانو له خوا پر تجارتي مالونو باندي گمرکي محصول نه راځي.

د اروپايي ټولني هيوادونو د مشرانو په دغه غونډه کي چي په بروکسل کی جوړه سوې وه د شرقي اروپا له دوو نورو هيوادونو مالداويا او گرجستان سره هم دې ته ورته موافقتنامې لاسليک سوې.

د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس هرمن فان رمپوي وويل: «د اوکراين، مالداويا او گرجستان راتلوکی نسلونه به دغه ورځ په ياد ولري.» هغه د دغو موافقتنامو لاسلیکول چي شرقي اروپا ته د ورنژدې کېدو سبب کيږي «د اروپا له پاره يوه ستره ورځ» ياده کړه.

هغه وويل: «دغه موافقتنامه زموږ د همکاريو وروستۍ مرحله نه ده. دغه درې سره هيوادونه له دغو موافقتنامو څخه په گټه اخيستلو سره بايد تلاښ وکړي چي په خپلو هيوادونو کي د ديموکراسۍ ټينگښت او اقتصادي پياوړتيا ته ادامه ورکړي.»

روسيې د دغه تړون تر لاسليکولو لږ وروسته گواښ وکړ چي دغه کار به «ډيري جدي پايلي ولري». د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال گريگوري کاراسين ويلي دي چي د دغه سند د لاسليکولو پايلي به د اوکراين او روسيې له پاره «ډيري جدي پايلي ولري.» هغه دغه راز اعتراف وکړ چي هر هيواد خپل ملي حاکميت لري او حق لري چي دغه شان موافقې لاسليک کړي.

خو د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس وويل: «په دغه موافقتنامه کي هيڅ داسي څه نسته چي روسيې ته دي صدمه ورسوي. اروپايي ټولنه تيار ده چي په هره اندازه چي وي له روسيې سره خبرو ته کښېني، څو هغه سوتفاهم چي احتمالاً وجود لري له منځه يوسو او د خپلي قارې د راتلونکي له پاره صحبت وکړو.»

د دغه سند اقتصادي برخه د جمعې په ورځ په بروکسل کي د پروشينکو له خوا لاسلیک سوه او سياسي برخه يې تر دې دمخه د مارچ مياشتي پر ۲۱ نېټه لاسليک سوې وه.

د پلان له مخي بايد دغه موافقتنامه د ۲۰۱۳ کال په نوامبر مياشت کي د «اروپايي ټولني د ختيځ مشارکت» په جلسه کي چي د ليتوانيا په پلازمېنه ويلنيوس کي جوړه سوې وه لاسليک سوې وای. خو د اوکراين د هغه وخت جمهور رئيس ويکتور يانوکوويچ د مسکو د فشارونو له کبله د دغه سند له لاسلیکولو څخه ډډه وکړه.

تر دې وروسته بيا په اوکراين کي مظاهرې پيل سوې او بيا دغه مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې چي په نتيجه کي يې ويکتور يانو کوويچ له واکه را وپرځول سو.

د روسيې پر وړاندي نوي بنديزونه؟

په بروکسل کي د اروپايي ټولني ۲۸ غړو هيوادونو په خپله غونډه کي پر نورو موضوعاتو سره بيره د اوکراين د وضعيت په اړه هم بحث کوي. په دغو خبرو کي پر روسيې باندي نوي بنديزونه هم د بحث وړ بلل سوي دي.