1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه: په ایران کي دي له تاوتریخوالي ډډه وسي

۱۳۹۶ دی ۱۳, چهارشنبه

د ايران د رهبرۍ پرضد سختو احتجاجو ته په کتو سره اروپايي ټولني له ټولو اړخونو څخه غوښتي دي، چي له تشدد څخه لاس واخلي. امريکا د ایران د وضعیت په هکله د امنیت شورا د فوق العاده غونډي غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/2qG0D
Iran, Teheran, Protest
انځور: picture-alliance

د اروپايي ټولني د خارجي سیاست مسؤلي فدريکا موگریني له ټولو اړخونو څخه غوښتي دي، چي له تشدد او تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. دې ټینگار وکړ، چي په اوس وخت کي په ایران کي «تاوتریخوالی زور اخلي او انسانان له منځه، چي دا د نه منلو وړ خبره ده.» موگریني زیاته کړه چي «سوله ایزي مظاهرې او د بیان ازادي داسي اساسي حقونه دي چي باید بې له استثنأ څخه هر چیري او په هر هیواد کي اعتبار ولري.»

د فرانسې جمهوررئيس ایمانوئیل ماکرون د ايران جمهوررئيس حسن روحاني ته خبردراری ورکړ او غوښتنه يې ترې وکړه، چي د حکومتي ضد احتجاجونو په مقابل کي له تعادل څخه کار واخلي. د فرانسې د جمهوري ریاست ماڼۍ په حواله ماکرون له روحاني سره په تلیفوني خبرو کي په عین حال کي د قربانیانو د تر اوسه پوري لوړ تعداد په اړه اندیښنه ښکاره کړې ده.

ویل کیږي چي ماکرون له روحاني څخه غوښتي دي چي د بیان د ازادۍ او مظاهرو حق ته دي احترام وکړي. په روانه اوونۍ کي تهران ته د فرانسې د بهرنيو چارو د وزیر سفر هم ځنډیدلی دی.

«د ایرانیانو د ازدي غوښتني ملاتړ»

امريکا متحد ايالات غواړي د ایران د حالاتو په هکله د امنیت شورا فوق العاده غونډه راوبولي. په ملگرو ملتونو کي د امریکا سفیري نیکي هيلي ويلي دي چي په د بشري حقوقو په برخه کي د ملگرو ملتونو شورا هم باید په راتلونکو ورځو کي د ایران له دوامدراه ناارمیو سره مشغوله سي. ددې په خبره نړیواله ټولنه باید د ایرانیانو د آزادۍ له غوښتنو څخه ملاتړ وکړي.

هیلي په عین حال کي هغه تورونه رد کړل، چي گويا اوسني اعتراضونه له خارج څخه حمایه او تشویق سوي دي. دې زیاته کړه: «موږ ټوله پوهیږو چي دغه خبره هیڅ اساس نه لري. مظاهرې کاملأ پخپله او دفعتاً رامنځته سوې او د ایران په ټولو ښارونو کي جریان لري. داسي معلومیږي چي له ډیره وخته تر فشار لاندي ولس غواړي د دیکتاتورۍ پرضد خپل ږغ پورته کړي.»

ترمپ پر اختلاس گر رژیم باندي انتقاد وکړ

د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ په دې منځ کي په تویتر کي د ایران پر رهبرۍ باندي خپلو انتقادونو ته دوام ورکوي. هغه لیکلي دي چي «د ایران ولس د بې رحمه اختلاس گر رژیم پرضد راپورته سوی دی.»

له ایران سره د نړیوالي ټولني له خوا د اټومي معاملې په ارتباط ترمپ اضافه کړه: «هغه ټولي پیسې چي جمهوررئيس بارک اوباما دوی ته ورکړي دي، هغه ټوله د ترهگرۍ په لار کي مصرف سوي او یا خپلو جیبو ته لویدلي دي.»

په اروپا پارلمان کي د جرمني وکيل ایلمر بروک د ايران د رهبرۍ په مقابل کي د اروپايي ټولني له خوا د ډیر تعادل څخه خبرداری ورکړ او له تهران سره یې د اټومي معاملې څخه اندیښنه ښکاره کړه. هغه یوې المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي چي په ایران کي خلگو د ازادۍ او اقتصادي پرمختگ د لیدو هیله درلوده. خو رژیم متأسفانه ډیري پیسې په نیابتي جنگونو، مثلأ سوریه یا یمن کي ولگولې.

dpa,afp(Q.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: