1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه فلسطين ته ۳۵ مليونه يورو ورکوي

۱۳۹۱ فروردین ۱, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14Nk9

اروپايي ټولنه د فلسطين د زيربناوو دجوړولو له پاره ۳۵ مليونه يورو په اختيار کي ورکوي. دغه خبره پرون ماښام د نوموړې ټولني د بهرنیو چارو مسئولي کاترين آشتون، د فلسطين له صدراعظم سلام فياض سره تر ليدني وروسته اعلان کړې ده. په دغو پيسو سره به د اوبو پاکولو يوه دستګاه او په غزه کي د اسراييلو يوازنی سرحد جوړ سي. نړیوال وجهي صندوق IMF تيره اونۍ خبرداری ورکړی وو چي د فلسطين خود مختاره سيمه د اقتصادي لحاظه له پښو لويدلې ده.