1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه غواړي د انساني قاچاقبرو مخه ونيسي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

په مدیترانه کې د مهاجرو د ډوبېدو غميزه په پام کې نیولو سره د اروپايي ټولني مشران په بروکسل کې سره راټولیږي، څو په اول وار د انساني قاچاقبرانو پر ضد د نظامي اقدام په هکله تصمیم ونیسي.

https://p.dw.com/p/1FDJX
انځور: picture alliance/JOKER

د اروپايي ټولني مشران نن د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې سره راټولیږي، څو په لیبیا کې د انساني قاچاقبرانو پر ضد د نظامي عملیاتو په هکله تصمیم ونیسي. دغه اقدام د هغو په زرونو کسانو د مړنې په غبرگون کې کیږي چې د ۲۰۱۵م کال له پيل راهیسې په مدیترانه درياب کې ډوب او وژل شوي دي.

د مديترانې په وروستۍ پیښه کې چې د (اپریل میاشتې پر ۱۹) نېټه د ليبيا شمالي ساحل په ۱۳۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوه، نزدې ۹۵۰ انسانان پکښې ووژل شول. په دغه پيښه کې د کښتۍ یوازي ۲۸ تنه مسافر ژوندي وژغورل شول او ۲۴ جسدونه وموندل شول.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د دغې غونډي په ترڅ کې به د اروپايي ټولني مشران هڅه وکړي، په سیستماتیکو کوښښونو سره د قاچاقبرانو د کښتیو پیژندني، ضبط او ویجاړولو په برخه کې مخکي تر دې چې د کډوالو انتقالولو له پاره تياري شي ويجاړي کړي.

د راپورونو له مخي، د اورپايي ټولني د خارجي سیاست او امنیتي چارو مشره میرمن فدریکا موگرینې، څخه غوښتل شوې دي څو«په عاجل ډول له نړيوالو قوانینو سره سم د ممکنو دفاعي عملیاتو له پاره چمتوالی ونیسي».

د یوې باخبره سرچیني د راپور پر بنسټ، د اروپایې ټولني ۲۸ غړي هیوادونه په دې تلاښ کې دي چې د انساني قاچاقبرانو پر ضد مبارزې په برخه کې خپل بریاليتوب په عمل کې ښکاره کړي.

مخکې تر دې د بخښنې نړیوال سازمان هم خپل خفگان ښودلی وو چې د اروپایې دولتونو د بې تفاوتې له امله په سوونه انسانان پر دغو خطرناکو لارو مري.

د بشري حقونو د دغه مدافع سازمان د ارقامو پر اساس، د ۲۰۱۵م کال په لومړیو څو میاشتو کې تر ۱۷۰۰ ډېر پناه غوښتونکي په اوبو کي ډوب شوي دي. د دغو مهاجرو اکثره يې د افریقایې هیوادونو دي.

د بخښني نړیوال سازمان هم په دې وروستیو کې انتقاد کړی دی چې په پام کې نیول شوي ماموریتونه په لومړي قدم کې د اروپا دباندني دريابي سرحدونو څارنې موضوع ته متوجه دی، نه له کډوالو سره مرستي ته.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل