1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي محکمې بلجيم او يونان د کډوالو سره د خراب چلند له امله غندلي

۱۳۸۹ بهمن ۱۱, دوشنبه

په شتراسبورګ کي قاضي ويلي چي بلجيمي چارواکو ته بايد د پناهندګۍ په اصولو کي نيمګړتياوي معلومي وي او په يونان کي د پناهندګانو دپاره غير انساني شرايط موجود دي.

https://p.dw.com/p/Qwwl
پناه غوښتونکي اروپا ته د ور ننوتو په تمه
پناه غوښتونکي اروپا ته د ور ننوتو په تمهانځور: AP

خو سره له دې يو افغان پناهنده بېرته يونان ته استول سوی دی.اوس نو د يونان او بلجيم هيوادونه مجبوردي، چي دغه افغان کډوال ته د پناهندګۍ د سختي پروسې او د قاضي د مصرف پيسې چي تقريباً ۳۸۰۰۰ يورو کيږي، د تاوان په ډول ورکړي.

د محکمې په حواله دغه افغان چي د نامه د ويلو څخه يې ډده کړې ده، د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ کي په بلجيم کي پناهندګي ورکړې وه. دی د ۲۰۰۸ کال په سر کي هغه وخت د افغانستان څخه راووت چي طالبانو هڅه وکړه دی ووژني، ځکه چي ده د خارجيانوسره د ترجمان په حيث کار کاوه.

څرنګه چي دی د يونان د لاري بلجيم ته تللي ؤ، نو د کډوالو د مرستندويي ټولني يا اونچر پر اخطارونو سربېره چي د بلجيم د پناهندګۍ د اصولو پر نيمګړتياوو يې لرله، بېرته يونان ته واستول سو.

دا ځکه چي د دوبلن د معاهدې پر اساس هر پناهنده چي لومړي يوه اروپايي هيواد ته ورننوزي نو هغه هيواد يې مسووليت هم پرغاړه لري.

ددغه افغان پناهنده د معلوماتو له مخه دی د شلو نورو کډوالو سره په يوه داسي ځای کي بندي سوی ؤ، چي کافي ډوډۍ هم نه ورکول کېدله. وروسته يې بې له ډوډۍ او سرپناه څخه په سړکونو کي ژوند کاوه.

د شتراسبورګ قاضيان داهم وايي چي په يونان کي د راغلو کډوالو دپاره کافي پرسونل او ترجمانان هم په واک کي نه ورکول کيږي او په دې ډول کډوال هيڅ ډول قانوني ملاتړ نه لري.

پس له دې چي انګلستان ، سويدن او ناروې فيصله وکړه چي کډوال بېرته يونان ته وا نه ستوي نو د آلمان حکومت هم د يوه کال دپاره دغه فيصله ومنله. په دې ډول به يونان ددې وخت ولري چي، د پناهندګانو په ډکو لاګرونو کي ښه تره شرايط رامنځته کړي.

په تېر سپتمبر کي اونچر د اروپايي ټولني څخه غوښتي وه چي د آتن سره دي د کډوالو په مساله کي مرسته وکړي. يونان د ډېرو کډوالو د راتګ له کبله د يوه انساني ناورين سره مخامخ دی.

په جرمني کي د بشر د حقوقو انستيتوت هم ددغې محکمې هرکلی کړی دی. په عين حال کي دغه انستيتوت ددې غوښتنه هم کړې ده چي دآلمان د پناهندګانو په قانون کي دي هم ځيني تغيرات راسي.

په دې ترڅ کي په يونان کي افغاني او فلسطيني کډوالو د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی دی.

ددوی څخه د ملاتړ يوه کميټه وايي چي دوی غواړي چي د پناهندګۍ عريضې يې ومنل سي. د هغو د جملې څخه يوه ايراني وويل چي دی د اتو کالو راهيسي خپل د پناهندګۍ سرنوشت ته انتظار باسي.

زابينا/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل