1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي عسکر نسي کولای په افغانستان کي ثبات ټنګ کړي

۱۳۸۷ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

فرانسوۍ ورځپاڼه کي په افغانستان کي دفرانسوي عسکرو دشمير د زياتولو په اړوند ليکي

https://p.dw.com/p/DbNi
اروپايي ورځپاڼي
اروپايي ورځپاڼيانځور: picture-alliance/dpa

د ديرنيي نوول دال زاس په نامه فرانسوۍ ورځپاڼه چي د شتراس بورګ په ښارکي خپريږي، پخپله ننۍ ګڼه کي په افغانستان کي دفرانسوي عسکرو دشمير د زياتولو په اړوند ليکي، چي په افغانستان کي کوم اوروپايي عسکر چي دسولي دساتني د پاره دغه هيواد ته استول شوی وه، د 2003 ميلادي کال راهيسي دوی جګړو ته سوق شوي خو دشمير له پلوه دوی دومره ډير ندي چي وشي کړای په افغانستان کي سوله او ثبات وژغوري. خو که چيري په افغانستان کي د ناټو عسکرو دپياوړي کولو دپاره يو بل جغرافيايي سياسي دليل وي، نو دا به په افغانستان کي يو امريکايي دليل د عسکرو د زياتولو دپاره وي نه اروپايي. خو په روان وخت کي فرانسه يوازي اوروپايي هيواد دی چي په خپله خوښه زيات عسکر افغانستان ته استوي. خو ددې کار دپاره بايد چي دفرانسې د پارلمان موافقه ترلاسه سي.