اردوغان په پارلمان کي اکثريت بايللی
۱۳۹۴ خرداد ۱۸, دوشنبه
دا د ترکیې د ولسمشر او د عدالت او پراختیا گوند د بنسټ ایښودونکي رجب طیب اردوغان له پاره لویه ناکامي ده: په پارلماني ټاکنو کې محافظه پاله اسلامي گوند،۱۲کاله وروسته په پارلمان کې غوڅ اکثریت له لاسه ورکړی دی. خو بيا هم څه د پاسه ۹۹ سلنه رایو تر شمیرل کیدو وروسته د عدالت او پراختیا گوند د یوه پیاوړي ځواک په توگه پاته شوی دی.
دغه گوند شا او خوا ۴۰،۷ سلنه رایې تر لاسه کړي دي، په داسې حال کې چې څلور کاله دمخه د عدالت او پراختیا گوند کابو پنځوس سلنه رايي گټلي وې. په دې ترتیب اوس دغه گوند د پارلمان له ۵۵۰ څوکیو څخه ۲۵۸ څوکۍ تر لاسه کړي دي.
د دغه گوند یوه لوی چارواکي د یوه احتمالي اقلیت حکومت د رامنځ ته کیدو چې د وخت تر مخه له نوو ټاکنو سره وتړل شي، خبره هم کړې ده.
کرد پلوه گوند په لومړي وار پارلمان ته لار موندلې
په پارلماني ټاکنو کې دوهم ځای بیا د اپوزیسیون منځني کیڼ اړخي ولسي جمهوري غوښتونکو گوند(CHP) تر لاسه کړی دی. دغه گوند د شا او خوا ۲۵ سلنه رایو په گټلو سره ۱۳۲ چوکۍ گټلي دي. په دې ډول دغه گوند د۲۰۱۱م کال د ټاکنو پایلي ساتلي دي.
ښي اړخي ملي خوځښت گوند(MHP) د ۱۶،۵ رایو په گټلو سره دریم ځای نیولی دی او په پارلمان کې یې ۸۱ چوکۍ گټلي دي. دغه گوند ته د یوه احتمالي ائتلافي شریک په سترگه هم کتل کیږي.
کردي پلوه ولسي دیموکراتیک گوند(HDP) چې تر اوسه یې په پارلمان کې د آزادو کاندیدانو استازیتوب کاوه، په اول وار يې د ۱۲،۸ سلنه رایو په گټلو سره په پارلمان کې اړین لس سلنه نصاب پوره کړی او ۷۹ چوکۍ یې گټلي دي.
اردوغان د واک پراختيا غوښتل
د پارلماني ټاکنو پایلې د عدالت او پراختیا گوند له پاره یوه ناکامي ده، ځکه دغه گوند غوښتل چې د ډیرو رایو په ترلاسه کولو سره «پارلماني نظام په ریاستي» چې مشرتوب يې د اردوغان پر غاړه وي، واړوي.
په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو له پاره د یوې ټولپوښتني (ريفريندم) تر سره کولو له پاره ۳۳۰ څوکیو ته اړتیا ده. تر اوسه صدراعظم د حکومت مشر دی او ولسمشر یوازي تشریفاتي دنده لري.
ولسي دیموکراتیک گوند په خپله انتخاباتي مبارزه کې د دغه هدف پر ضد خبره کړې وه او د ریاستي نظام له پاره یې د اردوغان د پلانونو په هکله د یوه «دیکتاتوري» نظام له رامنځ ته کولو څخه خبرداری ورکړی وو. اردوغان په ټاکنیز کمپاین کې پر دغه گوند سختي نیوکي کړي وې، په داسې حال کې چې ولسمشر د بې پلوه پاتېدو مکلفیت لري.
د ولسي دیموکراتیک گوند مرستیال مشر صلاح الدین دیمرتاس، په استانبول کې پارلمان ته د خپل گوند لار موندنه د یوې «قاطع بریا» په توگه عنوان کړې ده. هغه ویلي دي چې په دې سره په ترکیه کې د ریاستي نظام او دیکتاتورۍ په هکله بحثونه ختم شول. د هغه په وینا چا چې د دوی گوند ته رایې ورکړې ده، هغوی به ناهیلي پاته نه شي. د ترکیې په دیاربکر ولایت کې تیره شپه د دغه گوند په زرونو پلویان سړکونو ته راووتل او د خپل گوند بریا یې ولمانځله.
تر ټاکنو دمخه تاوتریخوالی
په ترکیه کې انتخاباتي کمپاین د تاوتریخوالي له پیښو سره مل وو. د پوليسو د وينا له مخي د جمعې په ماښام په دیاربکر کې د ولسي دیموکراتیگ گوند په یوه غونډه کې د چاودني له کبله درې تنه وژل شوي او ۲۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د DHA په نوم خبري آژانس د دغه هیواد د لومړي وزیر داود اوغلو له قوله لیکلي دي چې په دې تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی. خو تر اوسه لا د پیښي علت نه دی معلوم.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د یکشنبې په ورځ تر۴۰۰ زرو زیاتو امنیتي ځواکونو د ټاکنو امنیت نیولی وو او په لسونو زره د ټاکنو څارونکي په دندو گمارل شوي ول. په ټوله کې پر شا او خوا ۵۶،۶ میلیونه ترکانو باندي د رایې ورکولو غږ شوی وو.