1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان غواړي چې پوځ ته نوی شکل ورکړي

آژانسونه/ ن.ص۱۳۹۵ مرداد ۱, جمعه

له ډېر وخت راهيسې د ترکيې پوځ هغه ځواک وو چې د ترکيې د ولسمشر له صلاحيتونو څخه لېرې وو. اوس اردوغان غواړي چې دغه حالت ته بدلون ورکړي. منتقدین پر اردوغان د مطلق العنان سیستم پر لور د هیواد د بیولو تور لګوي.

https://p.dw.com/p/1JUC0
Türkei Türkischen Präsident Tayyip Erdogan nach der Pressekonferenz
انځور: Reuters/U. Bektas

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، تر ناکامې پوځي کودتا يوه اوونۍ وروسته د پوځ په جوړښت يا تشکيل کې د بدلون راوستلو اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې پلويان يې يو ځل بيا کوڅو ته ورمات شوي دي.

د اروغان په قول د بيا ځلې کودتا امکان هم شته، که څه هم چې احتمال يې کم شوی دی. ولسمشر وويل: «موږ بايد لا زياته ويښتيا غوره کړو.»

له رويټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ولسمشر دا هم ويلي دي چې له پوځي کودتا مخکې په استخباراتو کې «خورا ډېرې تشې او کمزورتياوې» موجودې وې. زياته يې کړه چې د درو مياشتو له پاره اعلان شوی بېړنی حالت ښايي لا اوږد کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې منتقدين پر اردوغان باندې د مطلق العنان سيستم په لور د هېواد وروستلو تور لګوي. د بېړني حالت له کبله د ولسمشر فرمانونه د قوانينو په معنی دي.

لويديځ د بشري حقونو رعايت غواړي

په اروپا کې بېلابېلو حکومتونو، د امريکا متحده آيالاتو مرستيال ولسمشر جو بايدن، او د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، پر ترکيې غږ کړی دی چې د کودتاچيانو پر وړاندې په اقداماتو کې دې بشري حقونه مراعات شي.

په تېرو ورځو کې په لسګونو زره پوځيان، قاضيان، ښوونکي او پوهان له دولتي دندو څخه ګوښه شوي دي. په زرګونو نور ونيول او بنديان شول. د کودتا د قربانيانو په ياد به د جولای ۱۵مه د رخصتۍ ورځ اعلان شي. په دې ترتيب به «راتلونکي نسلونه هيڅکله هم د ملکيانو، پوليسو او عسکرو اتلانه اعمال هېر نه کړي، چې د جولای په ۱۵مه يې دموکراتيک مقاومت کړی وو.»

دغه خبرې اردوغان په انقره کې وکړې چې له مخې يې د کودتا د مړو شمېر ۲۴۶ تنو ته ختلی دی. په دغو شمېرو کې کودتاچيان البته نه دي شمېرل شوي. اردوغان زياه کړه چې تقريبا ۲۲۰۰ انسانان سربېره پر د ې ژوبل شوي دي.

د بيرغونو او مشعلونو سره د پله د پاسه لاريون

د تېرو ورځو په څېر هم د اردوغان پلويان له ترکي بيرغونو سره هغو پلونه ته ولاړل چې د استانبول اروپايي او آسيايي برخې سره وصلوي.

د کودتا پر مهال ټانکونو دغه دواړه مهم ځايونه تړلي ول. اروغان په هغه وخت له خپلو پلويانو څخه غوښتي ول چې له ټانکونو سره مقاومت او ټوله شپه په ويښه تېره کړي، ځکه چې د پوځ له خوا د بلې کودتا امکان نه شوای ردېدای.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب