1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان غواړي له مظاهره کوونکو سره وگوري

نجيب الله زیارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

د ترکيې لومړی وزير رجب طيب اردوغان غواړي له مظاهره کوونکو سره وگوري او د هغوی نظرونو واوري. دغه ليدنه کتنه د چهارشنبې ورځي ته پلان سوې ده. هغه مخکي ويلي ول چي مظاهره کوونکي به د دغه کړنو تاوان ورکوي.

https://p.dw.com/p/18nR6
Bildnummer: 59790514 Datum: 07.06.2013 Copyright: imago/Xinhua (130607) -- ISTANBUL, June 7, 2013 (Xinhua) -- Turkish Prime Minister Recep Tayyip Erdogan speaks during the conference in Istanbul on June 7, 2013. Istanbul Conference of the Ministry for EU affairs was held on Friday. Topics on Global economic challenges and prospects, reconciling democracy and security in the age of globalization, shaping Turkey-EU relations in global governance were discussed during the meeting. (Xinhua/Lu Zhe) (dtf) TURKEY-ISTANBUL-EU AFFAIRS-CONFERENCE PUBLICATIONxNOTxINxCHN People Politik premiumd xbs x0x 2013 quer 59790514 Date 07 06 2013 Copyright Imago XINHUA Istanbul June 7 2013 XINHUA Turkish Prime Ministers Recep Tayyip Erdogan Speaks during The Conference in Istanbul ON June 7 2013 Istanbul Conference of The Ministry for EU Affairs what Hero ON Friday ON Global Economic Challenges and Prospects Democracy and Security in The Age of Globalization Shaping Turkey EU relations in Global Governance Were discussed during The Meeting XINHUA Lu Zhe Turkey Istanbul EU Affairs Conference PUBLICATIONxNOTxINxCHN Celebrities politics premiumd xbs x0x 2013 horizontal
Türkei Premierminister Recep Tayyip Erdoganانځور: imago/Xinhua

په انقره کي د وزيرانو تر يوې غونډي وروسته د لومړي وزير مرستيال بولنت ويلي دي، چي «زموږ لومړی وزير غواړي چي له مظاهره کوونکو سره وگوري او د هغوی خبرو ته غوږ ونيسي.»

هغه زیاته کړې ده چي «لومړی وزير به وروسته د نورو ډلو له استازو سره هم خبري وکړي.»

د لومړي وزير مرستيال بولنت، دا خبره هم روښانه کړه چي په «ترکيه کي نور غير قانوني مظاهرې نه سي تحمليدای.» دا د فرانسې د خبري آژانس له هغه راپور سره سرخوري، چي ويلي ئې دي د دوشنبې په ورځ په انقره کي بيا پوليسو پر دولت باندي انتقاد کوونکو مظاهره چانو باندي اوښکي بهوونکی گاز استعمال کړی دئ.

د رجب طيب اردوغان د حکومت پرضد مظاهرې
د رجب طيب اردوغان د حکومت پرضد مظاهرېانځور: Adem Altan/AFP/Getty Images

د دوشنبې په روځ په سوو مظاهره کوونکي د ترکيې په پلازمېنه کي سره راټول سوي ول او پر دولت باندي ئې نيوکي کولې.

دا د لومړي وزير رجب طيب اردوغان د حکومت پرضد د مظاهرو يوولسمه ورځ وه. په دغه مظاهرو کي چي د ترکيې په يوشمېر ښارونو کي ترسره سوي دي، چي په هغه جمله کي انقره او استانبول هم شامل دي تر اوسه پوري درې تنه وژل سوي او نزدې ۵۰۰۰ کسان ټپيان سوي دي.

په ترکيه کي مظاهرو له هغه وروسته زور واخيست او نورو ښارونو ته هم وغځېدې، چي پوليسو، يوه سوله ييزه مظاهره سره تيته کړه. دغه مظاهره په استانبول کي د حکومت له خوا د تفريح د يو پارک د له منځه وړلو او پرځای يې د ودانيو د جوړولو پر ضد جوړه سوې وه.

سخته لهجه

مظاهره کوونکي له پوليسو سره سخت مقاومت کوي
مظاهره کوونکي له پوليسو سره سخت مقاومت کويانځور: picture-alliance/AP

اردوغان د يکشنبې په ورځ په خپلو ډيرو خبرو کي او بيا وروسته خپلو په زرونو پلويانو ته په وينا کي د مظاهرکوونکو پرضد سخته لهجه وکاروله. د يوولسو کلونو راهيسي د ترکيې د حکومت مشر رجب طيب اردوغان په انقره کي وويل:

«موږ حوصله وکړه، موږ تر اوسه لا حوصله کړې ده، خو زموږ حوصله هم سرحد لري.» ۵۹ کلن لومړي وزير خبرداری ورکړ، چي «مظاهره کوونکي به تاوان ورکوي.»

د دوشنبې په ورځ د ترکيې جمهور رئیس عبدالله گل د الکولو د خرڅلاو د قانون اصلاح کول لاسليک کړل. هغه د يوه جمهور رئيس په توگه اعلان وکړ، چي دغه قانون ئې د خپرولو له پاره لومړي وزير ته سپارلی دی. د اردوغان پر دغه قانون باندي هم د مظاهره کوونکو له خوا سختي نيوکي سوي دي.