1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د پاريس اقليمي تړون تر سوال لاندې راوست

۱۳۹۶ تیر ۱۸, یکشنبه

د جي ۲۰ سرمشريزې په پای کې د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، په وړاندې د نورو له خوا نيول شوی ګډ موقف او د نظر يووالی يو څه راکمزوری شوی دی.

https://p.dw.com/p/2gDpZ
G20  Hamburg Erdogan PK
انځور: Reuters/W. Rattay

د جي شل ډلې په وروستۍ بيانيه کې د متحده آيالاتو هغه تصميم چې د «پاريس له اقليمي تړون» څخه وځي، په رسميت وپېژندل شو، خو ۱۹ نورو هېوادونو يو ځای ويلي دي چې هغوی د پاريس تړون ته ژمن دي. د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، د شبنې په ورځ وويل چې د اقليم پر مسالې باندې به د دسمبر په دولسمه نورې نوې خبرې اترې هم تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې اردوغان د ترکيې له خوا د پاريس د اقليمي تړون عملي کول هم تر سوال لاندې راوستي دي. ويې ويل چې د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، ته يې ويلي دي چې د ترکيې پارلمان به دغه تړون تصويب نه کړي «تر هغه پورې چې هغه ژمنې چې راسره شوې دي، برقراره پاته نه وي.»

د ترکيې ولسمشر وويل چې فرانسې له ترکيې سره ژمنه کړې وه چې د تړون په امضا کولو سره به ورته د هغه د عملي کولو له پاره مالي تاوان ورکړي.

د اقليم له تړون څخه د اردوغان له خوا فاصله نيول د جي ۲۰ سرمشريزې له وروستۍ بيانيې سره په ټکر کې راځي. اردوغان په دغه ګام سره له هغو مخکښو اقتصادي هېوادونو سره واټن نيسي چې د امريکا ولسمشر، دونالد ترمپ، يې په سرمشريزه کې منزوي کړی وو. هغه وويل چې ځينې نور هېوادونه هم له شوي تړون سره مشکلات لري.

«ژور اختلافات»

د سرمشريزې کوربنې انګلا مېرکل د ترکيې له ولسمشر سره تر غونډې وروسته وويل چې د انقرې او برلين تر منځ «ژور اختلافات» وليدل شول. په داسې حال کې چې اردوغان يو ځل بيا د آلمان د حکومت له خوا په عامه محضر کې د هغه پر وينا ممانعت ياد کړ، صدراعظمې وويل چې هغې هم په ترکيه کې «ډېرو نيونو»، د آلمان د پارلمان د استازو له خوا د اينجرليک په اډه کې د آلماني عسکرو پر ليدلو بنديز، او داسې نورې خبرې يادې کړې. د آلماني ترکي ژورناليست، دېنيز يوجل، بندي کېدل هم سربېره پر دې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخيزو ارتباطاتو باندې ناوړه سيوری غوړولی دی.