1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان د ثبات ساتلو له پاره ترکيه د باور وړ هيواد دی»

۱۴۰۰ خرداد ۲۴, دوشنبه

د ترکيې جمهور رئيس ويلي دي چي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کي د ثبات ساتلو له پاره کيدای سي ترکيه يوازنی «د اعتماد وړ» هيواد وي. هغه په دې سره واشنګټن ته اشاره رسوي چي کولای سي پر انقرې حساب وکړي.

https://p.dw.com/p/3urN4
Weltspiegel 19.05.2021 | Türkei Ankara | Recep Tayyip Erdogan, Präsident
انځور: Murat Cetinmuhurdar/PPO via REUTERS

اردوغان ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می ۱۴) په بروکسل کي له جوبايدن سره په لومړيو مخامخ خبرو کي به په دې اړه هم خبري وکړي. په وروستيو کلونو کي د ترکيې او امریکا متحده ايالاتو ترمنځ اړيکي خړي پړي دي.

د ترکيې جمهور رئيس د يکشنبې په ورځ بروکسل ته د سفر پرمهال د استانبول په هوايي ډګر کي خبريالانو ته وويل: «امريکا ډېر ژر له افغانستان څخه وتلو ته تياری نيسي، او له هغي شېبې څخه چي هغوی ووځي، روښانه ده چي په افغانستان کي د پروسو د جاري ساتلو له پاره يوازینی د اعتماد وړ هيواد ترکيه دی.»

امريکا متحده ايالات او ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو په وروستۍ مرحله کي دي او په پام کي ده چي دغه پروسه د روان کال د سپتمبر مياشتي تر ۱۱نېټې پوري بشپړه سي.

د راپورونو له مخي ترکيې تياری ښوولی چي د کابل نړيوال هوايي ډګر د امنيت ساتلو له پاره خپل ځواکونه هلته پريږدي. که په افغانستان امنيتي وضعيت نور هم خراب سي، له دغه هيواده د بهرنيو ديپلوماتانو د وتلو يوازینۍ لار د کابل هوايي ډګر دی.

اردوغان بې له دې چي جزئيات وړاندي کړي وويل چي د ترکيې چارواکو خپلو امريکايي سيالانو ته د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان په اړه د انقرې د طرحې په اړه معلومات ورکړي دي.

د ترکيې جمهور رئيس وويل چي امريکايان له دغي طرحي څخه «راضي دي. موږ به په دې وتوانيږو چي له هغوی سره د افغانستان په اړه بحث وکړو».

په دي سره ترکيې په افغانستان کي د پاتيدلو موخه روښانه کړې ده، خو د دغي طرحي جزئيات تر اوسه پوري لا خپاره سوي نه دي.

يوه ترکي چارواکي ويلي دي چي ځواکونه به هغه وخت هلته پاته سي چي «يو لړ معلوم شرايط د قانوني او مالي امکاناتو په ګدون ورته برابر وي».

دغه چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي، زياته کړې ده: «که ترکيه په افغانستان کي پاته سي، په کوم چوکاټ کي پاتيږي؟ د ناټو که دوه اړخيزو شرايطو په چوکاټ کي؟ که دغه حضور د ناټو په مرسته او همکارۍ وي، د کوم جواز له مخي؟»

دغه چارواکي دغه راز منلې ده چي غربي چارواکي د دې پلوي کوي چي د ترکيې ځواکونه دي د کابل نړيوال هوايي ډګر امنيت وساتي. خو هغه زیاته کړه: «کله چي نور څوک ملاتړ نه کوي، ولي ترکيه سخت کار وکړي؟ دغه موضوعات بايد روښانه سي.»

د کابل د نړيوال هوايي ډګر د امنيت ساتلو پرسر د راپورونو تر خپريدو وروسته طالبانو ويلي دي چي ټول بهرني ځواکونه بايد له افغانستان څخه ووځي. دغي ډلي ويلي دي چي د کابل د هوايي ډګر او سفارتونو د امنيت ساتلو مسؤليت د افغانانو دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب