1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اخوان المسلمين «تروريستي سازمان» اعلان سو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۵, پنجشنبه

د مصر حکومت د راپرځول سوي ولسمشر محمد مرسي اخوان المسلمين ډله د يوه تروريستي سازمان په توګه اعلان کړه. د دغه هيواد کابينې په دې سره په منصوره ښار کي خونړۍ چاودني ته غبرګون وښود.

https://p.dw.com/p/1AgwF
انځور: Awad Awad/AFP/Getty Images

د مصر د لومړي وزير مرستيال حسام عيسی، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر۲۵) په قاهره کي د کابينې تر غونډي وروسته وويل چي د اخوان المسلمين ډله به سمدلاسه په رسمي توګه د یوه «تروريستي سازمان» په توګه طبقه بندي سي.

ويل کيږي چي پر دغه سازمان باندي د منصوره ښار په نيل-دلتا کي د پوليسو پر يوې ودانۍ باندي د ځانمرګي بريد پړه اچول کيږي. په دغه يرغل کي چي د سه شنبې په ورځ تر سره سو ۱۶ انسانان ووژل سول چي د هغوی۱۴ تنه پوليس او دوه تنه لارويان ول. دا له جولای مياشتي راهيسي چي اخوان المسليمن ډله له قدرت څخه لېري کړل سوې ده تر ټولو قوي يرغل وو.

د مصر د حکومت مشر حازم الببلاوي، د منصورې تر قتل عام وروسته سمدلاسه په غير مستقيم ډول د دغي پيښي پړه د اخوان المسلمين پر ډلي باندي ور واچوله او د يوه تروريستي سازمان خبره يې وکړه. څارونکو ته دا د يوې داسي نخښي په شان ښکاره سو چي حکومت غواړي په دغه هيواد کي تر ټولپوښتني دمخه پر اخوان المسلمين باندي نوره هم ګړۍ تنګه کړي.

له هغه وروسته چي د دغه بريد پړه د سينا د نيمه جزيرې د «انصاربيت المقدس» اسلامي ډلي پرغاړه واخيسته، اخوان المسلمين په خپله دغه بريد سخت وغانده. انصاربيت المقدس ډله له القاعدې تروريستي شبکې سره نژدې اړيکي لري. د مصر په ورځپاڼو کي د دغي ډلي د انترنيټي خبر په حواله ليکل سوي ول چي دغه بريد يې «د اسلامي شريعت ضد بې خدايه رژيم څخه د غچ اخيستلو په خاطر کړی دی.» دغه پيغام په څرګنده توګه د مصر د پوځ له خوا د اخوان المسلمين ليري کولو ته اشاره کوي.

اوس عملاً اخوان المسلمين ډله منع اعلان سوې ده. د ران کال په سپتمبر مياشت کي د قاهرې یوې محکمې اعلان وکړ چي د دغي ډله فعاليت نور غير قانوني دی. له واک څخه د مرسي تر راپرځولو وروسته د اخوان المسلمين تقريباً ټوله مشرتابه او په زرونو نور پلويان ونيول سول. دغه کسان وژنو ته د هڅونو په تور محاکمه کيږي. په مصر کي د دغه شان جرمنو ترسره کوونکي د اعدام سزا ګواښي.

اخوان المسلمين چي د حسني مبارک د واکمني پرمهال يې د فعاليت اجازه نه لره د هغه تر راپرځولو وروسته ډېر ژر قدرت ته ورسېدل او د دغه هيواد په لومړيو آزادو ټاکنو کي يې جمهوري رياست ته ځان ورساوه.

اخوان المسلمين د ۲۰۱۲ کال له جولای مياشتي څخه د ۲۰۱۳ کال تر جولای مياشتي پوري په مصر کي حکومت وکړ او وروسته د پوځ له خوا قدرت ځني واخيستل سو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب