1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احدي:د افغانستان د اړتيا وړ تيل د روسيې څخه پېرل کيږي

۱۳۸۹ بهمن ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د سوداګرۍ وزير وايي چي د داوي ايل په نامه يو افغان نفتي شرکت چمتو دی چي، د افغانستان د يو کال ټول د اړتيا وړ نفتي توکي له روسي څخه وپيري.

https://p.dw.com/p/QzPV
د افغانستان د سوداګرۍ وزير انورالحق احدي
د افغانستان د سوداګرۍ وزير انورالحق احديانځور: DW

دغه شرکت د داوي ايل ګروپ په نامه مشهور دی چي دمګړۍ په افغانستان کي د تيلو کاروبار کوي.

دغه ګام وروسته تر هغه پورته کيږي چي يوه مياشت دمخه ايران افغانستان ته د تيلو د هغو روانو ټانکرونو مخه ونيوله چي له عراق او د منځنۍ اسيا له نورو ملکونو يي تيل دغه هيواد ته ليږدول.

نن د انورالحق احدي او د داوي ايل شرکت د مشر تر منځ په کابل کي دغه تړون لاسليک سو.

اوس د داوي ايل شرکت دا اجازه لري چي د افغانستان ټول اړتيا وړ تيل چي د يوه کال لپاره يو اعشاره اته مليونه ټنه ښودل سوي د روسيې له روسنيفت شرکت څخه واخلي او بيا يې په افغانستان کي پر نورو کوچنيو شرکتونو خرڅ کړي.

احدي د داوي شرکت دغه کار وستايل او تمه يي وښوده چي د دغو تيلو د اولي محمولې په را رسيدو سره به د افغانستان په بازارونو ک د تيلو په بيه کي له پينځلسو تر شل سلنه پوري ټيټ والی راسي.

ايران يوه مياشت دمخه په افغانستان کي د تيلو د بيو د ناورين په رامنځ ته کولو کي کليدي رول درلود.

ظاهراً ايران دا پلمه کوله چي تيل يې ځکه افغانستان ته بند کړي چي هلته ميشت د ناټو ځواکونه ترينه کار اخلي هغه ادعا چي نه يې د کابل حکومت او نه هم د ناټو ځواکونه مني.

ويل کيږي چي د روسيي د تيلو د دغه شرکت او داوي ايل ګروپ افغاني نفتي شرکت تر منځ به د تيلو د دغي معاملي مالي سمبالښت د روسيې د صنعتي بانک په غاړه وي.

د سوداګرۍ وزير انور الحق احدي په وينا چي له روسيې څخه اخيستل سوي دغه سونګ توکي به د منځنۍ اسيا هيوادونو له لاري په تدريجي توګه او د اړتيا سره سم افغانستان ته انتقاليږي.

احدي د دويچه ويله راډيو د خبريال د هغه پوښتني په جواب کي چي که چيري د منځنۍ اسيا هيوادونه افغانستان ته د دغو تيلو د ليږد سره د کال په اوږدو کي مخالفت وکړي بيا به څه رامنځ ته کيږي، وويل:

« د منځنۍ اسيا هيوادونه هيڅ کله هم د داسي يو کار پلان نه لري ځکه هم کابل او هم مسکو له دغو هيوادونو سره ښې اړيکي لري او په تيرو څو کلونو کي له دغو هيوادونو سره اړيکو ته په کتو سره داسي بريښي چي هغوی نړيوالو سوداګريزو اړيکو ته پوره ژمن دي».

که څه هم ويل کيږي چي ايران هغه ټانکر بيرته پريښي کومو چي افغانستان ته تيل ليږدول خو يو شمير افغان سوداګر وايي چي د دوی د لسګونو ټانکرونو تيل ايران په خپلو نفتي زيرمو کي خالي کړي دي.

د کابل پتروليم په نامه د يوه شرکت مالک جان احمدزي دويچه ويله ته وويل چي د دي د شاوخوا ۴۰ ټنو تيلو درک ندی معلوم کوم چي ايراني حکومت افغانستان ته په لاره ګرځولي ول او د ډريورانو د وينا له مخه وروسته يي دغه تيل په زور تهران ته نږدي په خپله يوه نفتي زخيره کي تشل کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل