1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اجرائیه رئيس: طالبان کولی شي په ټاکنو کې ګډون وکړي

۱۳۹۸ فروردین ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د حکومت جګپوړی چارواکی وايي چې له طالبانو سره د اوربند او سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د هڅو ملاتړ کوي. طالبان چې اوسمهال د افغانستان پر ډیری سیمو کنترول لري، له امریکا سره د سولې پر خبرو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/3GRR6
Schweiz Weltwirtschaftsforum in Davos - Abdullah Abdullah
انځور: picture-alliance/Keystone/L. Gillieron

د افغانستان د حکومت اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په اردن کې د نړیوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډه کې له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې طالبان کولی شي په ټاکنو کې ګډون وکړي او له خشونت څخه د لاس اخیستو په صورت کې ان د ولسمشرۍ مقام له پاره هم رقابت کولی شي.

عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل چې افغانان سوله غواړي خو په خبره یې افغانان نه غواړي په هغو شرايطو کې ژوند وکړي لکه طالبان چې يې غواړي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې له یوې خوا په افغانستان کې پر امنیتي او حکومتي اهدافو خپلو بریدونو ته شدت ورکړی خو له بلې خوا دغه ډله د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو بوخته ده.

طالبان له افغان حکومت سره خبرې ردوي او د کابل اداره د امریکا متحده ایالاتو لاسپوڅي ګڼي. افغان حکومت بیا تل د افغانانو په مشرتوب او د افغانانو په مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره د سیاسي او جهادي څیرو په ګډون یو پلاوی ټاکلی دی، څو د افغان حکومت په استازیتوب له طالبانو سره د سولې لړۍ پرمخ یوسي.

AP / KH.NZ