1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اجاره، که په افريقا کي د اشغال نوې لار؟

۱۳۹۰ مرداد ۸, شنبه

د حبشه په هيواد کي په فراواني سره غذايي توکي حاصليږي. خو زياتره دغه غذايي فصلونه د هغو بهرني پانګه والو په زرعي فارمونو کي کرل کيږي چي په لکونو جريبه زرعتي مځکي يې يا خو رانيولي او يا يې هم په ګروي اخيستي دي.

https://p.dw.com/p/126fS
افريقا د لوږې سره مخامخ ده
افريقا د لوږې سره مخامخ دهانځور: AP

د ختيځي حبشې په يوه کوچنۍ کږدۍ کي پر ملا کوږ يو سپينږری اوسيږي چي نوم يې ګيدي مېګالې دی. نوموړي خپل ټول ژوند په مشقت او محنت کي تېر کړی دی تر څو خپله مېرمنه او اته ماشومان وساتي. پداسي حال کي چي دغه سړی او مخ په زړېدو دی او دا هيله يې درلوده چي خپل د ژوند وروستي کلنو به په نسبتا آرامي سره تېر کړي خو د هغه دغه هيلي د ناښادۍ سره مخامخ دي:

« ماته هيڅ شی ندي راپاته. حکومت زما ټوله مځکه راڅخه واخيسته او و يوه لوی زرعتي فارم چلوؤنکي ته يې ورکړه. په ښو وختونو کي ما 5 هکتار مځکه کرله چي زموږ ښه ګذاره په کېدله. خو اوس هر څه ولاړل. زما څخه اوس يو هيڅوک جوړ سوی دی.»

ګيدي مېګالي د حبشې يا ايتوپيا په يوه داسي سيمه کي اوسيږي چيري چي زياتي مځکي د سعودي عربستان و پانګه اچوؤنکو ته په ګروي يا اجاره ورکول سوي او يا ورباندي خرڅي کړل سوي دي. د يو څو مودې راهيسي د يو شمېر نورو افريقايي هيوادونو په څېر په حبشه کي هم د ښېرازه زراعتي مځکو يو ډول نيلام روان دی. پر دغو مځکو تقريبا هر څه کرل کېدلای سي لکه ورجي، غنم، مېوې، سبزيجات او داسي نور. هغه پداسي حال کي چي په همدغو هيوادونو کي انسانان د لوږي سره مخامخ دي.

د هيواد ولسمشر مېلېس زېناوي پدې کي هيڅ تضاد نه ويني چي له يوې خوا د خوراک د نړۍ والې ادارې څخه د خوراکي توکو غوښتنه کوي او له بل اړخه خپلې زرعي مځکي و بهرني پانګه والو ته په اجاره ورکوي او يا يې ورباندي خرڅوي:

« پدې کي د حبشې لپاره څه بدوالی دی چي هغه مځکه چي د دغه هيواد د کښتګرو لپاره د ګټې اخيستلو نده و بهرني پانګه والو ته په اختيار کي ورکړو چي ورباندي خوراکي توکي وکري؟ زما په آند چي په زياته بيا د لوږې په وختونو کي دغه اقدام اړين دی. موږ په حبشه کي د خوراکي توکو د کمښت سره مخامخ يو نو تر دې به ښه کار بل څه شي وي چي په حبشه کي د خوراکي توکو کښت زيات سي؟»

د حبشې ولسمشر يوازنی افريقايي سياستوال ندی چي دغه ډول نظر لري. د ملګرو ملتونو د يوه محتاط اټکل له مخي د افريقا په ستره وچه کي اوس تر 20 مليونو هيکتارو څخه زیاته مځکه پر بهرني پانګه والو يا خو خرڅه کړل سوې او يا هم په اجاره ورکول سوې ده. امکان لري چي و بهرنيو پانګه والو ته د ورکول سوې افريقايي مځکي مقدار لا زيات او د 50 مليونو هيکتارو په شاوخوا کي وي چي د ټولې اروپايي ټولنې د زرعي مځکو سره برابره ده.

افريقا زرخېزه مځکي لري
افريقا زرخېزه مځکي لريانځور: AP

د افريقا ټولنه پر بهرنيو پانګه والو د افريقايي مځکو د خرڅلاو او يا اجارې او ګروي و موضوع ته د شک په سترګه ګوري. د نوموړې ټولنې د زراعتي چارو مسؤله رودا توموسيمې د نوموړي بهير په هکله اندېښمنه ده. دا وايي چي په لومړي سر کي بايد د افريقايي هيوادونو خپل نفوس په نس موړ کړل سي او د هغه وروسته زرعتي مځکي بهرنيانو ته وسپارل سي:

« که زموږ حاصل زموږ تر اړتيا زيات وي او بيا هغه بهر ته ولېږدول سي نو هيڅ ستونزه نسته. خو دا چي زموږ خپل هيوادونه د خوراکي توکو د کمښت سره مخامخ دي نو بيا بايد بهر ته خوراکي توکي ونه لېږدول سي.»

پداسي حال کي چي د حبشې څخه په زرګونو ټنه خوراکي توکي د کښتيو په مرسته د حبشې څخه ايستل کيږي د همدغه هيواد په نورو سيمو کي انسانان د لوږي د بحران سره مخامخ دي. بهر ته لېږدېدونکي دغه خوراکي توکي و بهرنيانو ته په اجاره ورکول سوؤ زراعتي فارمونو کي حاصليږي چي پخپله نه خو دغه خوراکي توکي او نه هم د اجارې پيسې د دغه هيواد و اړينو انسانانو ته ګټه رسوي.

پر يوه اړخ بهرني پانګه وال زښتي زياتي ګټي کوي او پر بل اړخ د همدغه هيواد خلک د لوږي له کبله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي. يو شمېر کارپوهان وايي چي د افريقايي هيوادونو د زرعي مځکو نيلام ته ورته په اجاره ورکونه او خرڅلاؤ د دغې ستري وچې د نوي تقسيم او استعمار معنی لري. کارپوهان وايي چي پخوا د پخواني استعمار او اوسني استعمار فرق دا دی چي پخوا د مځکي د معدني خزانو استعمار ؤ او اوس پخپله د افريقا مځکه د استعمار سره مخامخ ده.

ډيکانس آنشه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش