1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتو وزيرانو او يوه لوی رئيس د تائيد رايي واخيستلې

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ بهمن ۸, چهارشنبه

د افغانستان ولسي جرگې نن ۱۸ نومول وسو وزيرانو او يوه رئيس ته د رايو ورکولو له پاره صندوقونه کښېښوول. په دې لړ کي ۸ نومول سوو وزيرانو او د ملي امنيت رئيس ته د تائيد رايي ورکړل سوې.

https://p.dw.com/p/1ES9E
انځور: DW

په پلان کي ده چي هغه شپږ نور نومول سوي وزيران چي تر اوسه ئې ولسي جرگې ته خپلي کړنلاري معرفي کړي نه دي تر ژمنيو رخصتيو وروسته ولسي جرگې ته وړاندي سي.

ولسي جرگه نن چهارشنبه (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۸) نومول سوو وزيرانو ته تر رايو ورکولو وروسته ژمنو رخصتيو ته ولاړل.

د نن ورځي په رايي ورکولو کښي د برياليو او نه منل سوو وزيرانو رايي شمېرنه په دې ډول وه:

- د استخباراتو لوی رياست ته نومول سوی رحمت الله نبيل ۱۵۴ مثبتي، ۸۵ منفي، ۲۲ سپيني او ۹ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره سره ومنل سو.

- د ملي دفاع وزارت ته نومول سوی شير محمد کريمي په ۹۶ مثبتو، ۱۱۲ منفي، ۲۶ سپينو او ۷ باطلو رايو سره رد سو.

- د بهرنيو چارو وزارت ته نومول سوی صلاح الدين رباني په ۱۵۱ مثبتو، ۷۰ منفي، ۱۲ سپينو او ۹ باطلو رايو سره دغه وزارت ته ومنل سو.

- د کورنيو چارو وزارت ته نومول سوی نورالحق علومي په ۱۳۱ مثبتو، ۹۱ منفي، ۶ باطلو او ۱۵ سپينو رايو سره دغه وزارت ته ومنل سو.

- د اقتصاد وزارت ته نومول سوی، سردار محمد رحمن اوغلي په ۱۰۴مثبتو، ۱۰۳منفي، ۹باطلو او ۲۷سپينو رايو سره رد سو.

- د ماليې وزارت ته نومول سوی، اکليل حکيمي په ۱۲۸مثبتو، ۸۶منفي، ۸ باطلو او ۲۱ سپينو رايو سره دغه وزارت ته ومنل سو.

- د عامي روغتيا وزارت ته نومول سوی ډاکټر فيروزالدين فيروز په ۱۷۰ مثبتو، ۵۴ منفي، ۴ باطلو او ۱۲ سپينو رايو سره دغه وزارت ته ومنل سو.

- د لوړو زده کړو وزارت ته نومول سوې خاطره افغان په ۷۱ مثبتو، ۱۴۶منفي، ۳ باطلو او ۲۱ سپينو رايو سره رده سوه.

- د ښووني او روزني وزارت ته نومول سوی زلمي يونسي په ۹۰ مثبتو، ۱۲۳منفي، ۹ باطلو او۲۱ سپينو رايو سره ونه منل سو.

- د مخباراتو او معلوماتي تيکنالوژۍ وزارت ته نومول سوی برنا کريمي په ۱۱۵مثبتو، ۹۷ منفي، ۵ باطلو او ۲۶ سپينو رايو سره رد سو.

- د فوايد عامي وزارت ته نومول سوی ډاکټر غلام عباس بصير په ۸۵ مثبتو، ۱۳۱منفي، ۸ باطلو او ۱۹ سپينو رايو سره ونه منل سو.

- د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته نومول سوی سيد حسين عالمي بلخي په ۱۳۴مثبتو، ۸۷ منفي، ۵ باطلو او ۱۷ سپينو رايو سره دغه وزارت ته ومنل سو.

- د کانونو او پيترولم وزارت ته نومول سوی داود شاه صبا په ۱۴۶ مثبتو، ۷۴ منفي، ۱۰ باطلو او ۱۳سپينو رايو سره دغه وزارت ته ومنل سو.

- د کليو جوړولو او پراختيا وزارت ته نومول سوی انجينر نصيراحمد درانی په ۱۴۵ مثبتو، ۷۱ منفي، ۵ باطلو او ۱۹ سپينو رايو سره دغه وزارت ته ومنل سو.

- د اوبو او برېښنا وزارت ته نومول سوی انجينر عبدالرحمن صلاحي په ۱۰۶ مثبتو، ۱۰۹منفي، ۴ باطلو او ۲۴ سپينو رايو سره ونه منل سو.

- د سوداگرۍ او صنايعو وزارت ته نومول سوی، استاد سردار محمد رحيمي په ۱۱۱مثبتو، ۱۰۲منفي، ۹ باطلو او ۲۰ سپينو رايو سره ونه منل سو.

- د حج او اوقافو وزارت ته نومول سوی فيض محمد عثماني په ۱۶۰ مثبتو، ۶۱ منفي، ۵ باطلو او ۱۷ سپينو رايو سره دغه وزارت ته ومنل سو.

- د ترانسپورت وزارت ته نومول سوی فيض الله ذکي په ۸۱ مثبتو، ۱۳۳ منفي، ۴باطلو او ۲۵سپينو رايو سره رد سو.

- د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت ته نومول سوی قمرالدين شينواری په ۱۰۲ مثبتو، ۱۱۲منفي، ۷ باطلو او ۲۲ سپينو رايو سره دغه وزارت ته ونه منل سو.

د ولسي جرگې تر ژمنيو رخصتيو وروسته به د اطلاعاتو کلتور، عدليې، ښځو چارو، مخدرو موادو سره د مبارزې، کار او ټولنيزو چارو او مرکزي بانک ته نول سوي وزيران او رئيس خپلي کړنلاري پارلمان ته وړاندي کړي. د کرهڼي وزارت ته تر اوسه پوري لا څوک نومول سوی نه دئ.

مخکنی نومول سوی وزير محمد يعقوب حيدري په دې دليل چي د انترپول پوليسو تر تعقيب لاندي دی له نوملړه ووت.