1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتمر: د بین الافغاني خبرو د ځنډولو له پاره پلمه نه شته

۱۳۹۹ تیر ۲۶, پنجشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبان د بین الافغاني خبرو اترو د نېټې د ټاکلو له پاره پلمې لټوي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي چې د بندیانو د خلاصون په هکله لا هم اختلاف شته.

https://p.dw.com/p/3fQJm
Afghanistan Hanif Atmar
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

په پام کې وه چې په روانه میلادي میاشت کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پېل شوې وای، خو لا تراوسه هم د څه کم شپږ سوه طالبان بندیانو خلاصون چې حکومت یې په سختو جرمونو کې ښکیل بولي، د مذاکراتو د پېل د ځنډ سبب شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې افغانستان او نړیواله ټولنه ژر د بین الافغاني مذاکراتو د پيلیدو غوښتنه کوي او په خبره یې د دغه مذاکراتو د په ځنډ پیلیدو له پاره کومه پلمه نه شته: «اوس چې د بندیانو د خلاصون په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی، د بین الافغاني مذاکراتو د په ځنډ پیلیدو له پاره هیڅ ډول بهانه موجود نه ده.»

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه چې تر اوسه د افغانستان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د پېلیدو له پاره له طالبانو سره څو نېټې شریکي کړي دي، خو طالبانو مثبت ځواب نه دی ورکړی او د پنځه زره بندیانو پر آزادیدو باندې ټېنګار کوي. اتمر خبرداری ورکړ چې هغه «کسان چې د سولې د خبرو اترو له پاره نېټه نه ټاکي، باید په دې ښه پوهه شي چې د افغانستان د خلکو او نړۍ له غوسې سره به مخامخ شي.»

د طالب بندیانو پر سر اختلاف

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د شوي توافقنامې له مخې د ۵۰۰۰ بندیانو له ډلې څخه څه دپاسه څلور زره طالب بندیان د افغانستان له زندانونو آزاد شوي دي، خو د شا او خوا ۶۰۰ بندیانو پر سر اختلاف پر ځای پاتې دی. اتمر په دې هکله وویل: «۶۰۰ تنه چې تر اوسه نه دي آزاد شوي جدي مشکلات لري...هغه مشکلات چې نه د افغانستان قوانین او نه هم د نړیوالې ټولنې قوانین او سیاسي دریځ د دې اجازه ورکوي چې هغوی آزاد شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یادونه وکړه چې د افغانستان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې د دغو ۶۰۰ کسانو پر ځای، حاضر دی د دغه ډلې نور بندیان آزاد کړي څو د هغوی په آزادیدو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پيلیدو نېټه وټاکل شي، خو په خبره یې طالبانو دا وړاندیز نه دی منلی: «هغوی په دې برخه کې هم مختلفې بهانې مطرحه کړې چې نه د هغوی او نه د بل چا په ګټه دي.»

د رپوټونو له مخې طالبانو له امريکا سره د سولې د شوي توافقنامې له مخې د افغانستان حکومت ته د منسوب شوو ۱۰۰۰ بندیانو څخه ۸۰۰ یې آزاد کړي دي.

حنیف اتمر روښانه کړه چې د تیرو ۱۹ کلونو لاس ته راوړنې هیڅکه د معاملې وړ نه دي او نړیواله ټولنه د دغو لاس راوړنو د جدي ساتني ملاتړ کوي.

۱۲ هیوادونو د سولې مذاکراتو کوربتوب ته چمتو دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا ۱۲ هیوادونه، قطر، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، اندونیزیا، روسیه، چین، ترکیه، ایران، جاپان، ایران، آلمان او ناورې چمتووالی ښوولی چې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب وکړي.

شکیلا ابراهم خیل