1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش ته د مهاجرو بهير وضع ترينگلې کړې ده

۱۳۹۴ شهریور ۲۹, یکشنبه

له تمي خلاف په لومړي وار د سلوانيا له لاري هم مهاجر اترش ته ورسېدل. اتريش بايد تر ډېره وخته د هغوی پالنه وکړي، ځکه آلمان د سرحد په اوږدو کې کنترول او تلاشۍ ډېري کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GZKG
انځور: Reuters/D. Ebenbichler

د اتريش په پلازمېنه کې يوه خبريال په خپل راپور کې ليکلي دي چې اتريش «دې هر څه ته پوره چمتووالی نه درلود.» اول له سلوينيا څخه د مهاجرو د راتګ اټکل شوی و، خو بيا بېرته ډېر مهاجر د هنګري له لاري اتريش ته راغلل.

اصلي خبره دا ده چې اوس د دغه هېواد د سويل او ختيځ سرحد په اوږدو کې تلاشيو ته اړتيا ده. ورسره جوخت بايد په ډېرو نښلوونکو نقطو کې د زرونو کډوالو حضور ومنل او د کډوالو پالنه وشي. اتريش اوس هم د زيات فشار له امله سر ټکوي او د نورو ګاونډيو هېوادونو د «نه پيوستون» له کبله د جدي پايلو غوښتونکی دی.

سلوانيا د ترانزيت لاره ده

د هنګري پولې تر تړل کېدو وروسته په اول وار له سلوينيا څخه مهاجر د اتريش سويلي سرحد ته رسېدلي. ځايي چارواکو ويلي دي چې په سوونو انسانان د شپيلفېلد ښار ته واستول شول چې د سره صليب سازمان د هغوی پالنه کوي. وروسته له دې چې د کرويشيا پوليسو تقريبا ۷۰۰۰ مهاجر هنګري ته لېږلي ول، هغوی بيا په بسونو کې اتريش ته ولېږل شول. نيکلسدورف ښار ته بيا د شپې۵۰۰۰ انسانان له نژدې ختيځه ورسېدلي دي.

لارې بندې دي

دا چې آلمان په خپلو سرحدونو کې بيا تلاشۍ پيل کړي دي، نو اتريش بايد لا زيات مهاجر وزغمي چې دغه حالت اوس له تمي خلاف ډېر اوږد شوی دی. تقريباً ۷۰۰ مهاجرو د زالڅبورګ ښار د عمومي تمځای ظرفيت ننګولی دی.

د اتريش د کورنيو چارو وزيري، يوهانا ميکي لايتنر، اوس د جدي پايلو غوښتنه مطرح کړې ده او ويلي دي چې دغه حالت نور د زغملو نه دی چې له کرويشيا او هنګري څخه راغلي کډوال دې يوازې په اتريش او آلمان کې پناه وغواړي.

هغې ګواښ وکړ چې کډوال بايد بېرته ولېږل شي، ځکه چې د بالکان هېوادونه هم مطمئين او ډاډمن بلل کيږي. د اتريش صدراعظم، وېرنر فایمن غوښتي ول چې دغسې هېوادونه چې په کړکېچ کې له نورو سره پيوستون نه لري او همکاري نه کوي، بايد د اروپايي ټولنې له بوديجې څخه لا کمي ونډي تر لاسه کړي.

«هسې نه چې د مهاجرو شمېر لا پسې لوړ شي»

اتريش او آلمان اوس له نړيوالي ټولني څخه د زياتو پيسو غوښتونکي دي، څو په نژدې ختيځ کې خپله له سوريايي کډوالو سره مرسته وشي.

فايمن او د آلمان مرستيال صدر اعظم، زيګمار ګابريل، په وين کې د پنځو ميلياردو يورو خبره کړې. که اروپايي ټولنه اوس پيسي ونه لګوي، نو «لا زيات انسانان به دې خوا ته مخه وکړي»، دغه څرګندوني ګابريل له اروپايي سوسيال دموکراتانو سره د يوې ليدنې په ترڅ کې وکړې.

له فايمن سره په همغږۍ ګابريل وويل چې د امريکا متحد ايالات او سعودي عربستان دې هم په دغه پروګرام کې برخه واخلي. د غو مرستو په اړه به د ګابريل په وينا د راتلونکې چارشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې له خوا د مهاجرو په سرمشريزه کې خبري وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب