1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش:«له سلواکيا سره پر سرحد به هم کنترول پېل کړو»

۱۳۹۵ دی ۳۰, پنجشنبه

اتريش وايي چي تر دې وروسته به له سلواکيا سره پر خپل سرحد هم کنټرول پېل کړي. د اتريش د رسنيو د راپورونو له مخي د دغه هيواد حکومت غواړي په دغه اقدام د راتلونکو مهاجرو شمېر لا کم کړي.

https://p.dw.com/p/2W2Ws
Österreich Verteidigungsminister Hans Peter Doskozil
انځور: Reuters/H.-P. Bader

د اتريش د دفاع وزير هانس پېتر دوسکوزيل اعلان کړی چي هيواد يې غواړي له سلواکيا سره پر خپل سرحد هم کنټرول پېل کړي. هغه ويلي دي چي د پولي دغه کنټرول د دوی هيواد ته د راتلونکو مهاجرو د شمېر د کمښت په موخه پلان سوی دی.

د اتريش ځينو ورځپاڼو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۱۹مه) د هانس پېتر دوسکوزيل د ياد اعلان په تړاو راپورونه خپاره کړل. د دغو راپورونو پر اساس د دفاع وزير هانس پېتر دوسکوزيل ويلي دي چي له سلواکيا سره د سرحد کنترول به د مهاجرو د شمېر د کمښت سبب سي. د نوموړي په وينا په تيرو وختونو کي د انسانانو قاچاق کوونکو په زياته د اتريش له لاري د خپل قاچاق پروسه چټکه کړې وه.

هغه ويلي دي چي مخ په زياتېدونکې توګه مهاجر د اورګاډي په مرسته اتريش ته داخليږي. د دغه وزير په وينا له همدې کبله غواړي چي په اورګاډو کي کنټرول په ښکاره توګه زيات کړي. هغه زياته کړه چي په زياته پر پولو باندي غواړي چي کنټرول زيات کړي.

هانس پېتر دوسکوزيل ويلي دي چي غواړي د ياد مقصد له پاره تر۱۰۰ پوري نور عسکر ځانګړي او مؤظف کړي. وزير زياته کړه چي غواړي د مهاجرو د بېرته لېږد په پروسه کي هم چټکوالی رامنځ ته کړي. نوموړی غواړي چي د ياد مقصد له پاره د رد سوو مهاجرو له پاره د بېرته لېږد پر موضوع مشاورتي آسانتياوي زياتي کړي.

دوسکوزيل ويلي دي چي پناه غوښتونکي به په خپلو مهاجر کمپونو کي سره راټول کړل سي او و خپلو هيوادونو ته د بېرته تلو د امکاناتو په هکله ورته مشورې او معلومات ورکړل سي.

دوسکوزيل ويلي چي د ۲۰۱۷م کال په لومړيو دوو اونيو کي پر پولو د کنټرول په ترڅ کي ۱۲۵۰مهاجر نيول سوي چي پکښي تقريبا ۷۹۰ کسانو يې تر نيول کېدو وروسته د پناه غوښتنه کړې.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.02.2016):