1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په ختیځ اوکراین کې به اوربند ټینگ پاته سي؟

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۱۵, شنبه

د اوکرایین په ختیځ کې اوربند عملي سوی دی. که څه هم د هغه د دوام په هکله سمدلاسه شک کیږي، خو د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير ورته محتاطانه خوشبيني څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/1D83n
انځور: Reuters/M.Shemetov

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير «بیلډ» نومي آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي :« که هر څه په ښه توګه پر مخ ولاړ سي نو به اوربند د بحران د پای ته رسېدو پېل وي.» نوموړي زياته کړې چي البته د دغه اوربند دوام او پايښت د ماسکو او کيف ارادو پوري اړه لري چې «سترې لا بې ځوابه پاتې سوې پوښتنې په سیاسي توگه حل کوي که نه.»

د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند دغه سياستوال ويلي دي چي مهمه دا ده چي سياست او خبري اتري د پوځي اقداماتو ځای ونيسي او په دې توګه د تاوتريخوالي د لړې د پای ته رسیدو لپاره لاره هواره سي. د شټاين ماير په وينا د اوکراين او روسيې تر منځ يوه مستقيمه جګړه به يوه اروپايي فاجعه وي او بايد په هر صورت يې مخه ونيول سي.

مېرکل او شټاين ماير په وېلز کي

په وېلز کی د ناټو سرمشريزه
په وېلز کی د ناټو سرمشريزهانځور: Reuters

د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل د بريتانيې په وېلز کي د ناټو په سرمشريزه کي د روسيې پر ضد نوي بنديزونه مطرح کړل. نوموړې وويل چي د دغو بنديزونو نه پلي کېدل به په دې پوري مربوط وي چي ايا د اوکراين په ختيځ کي اوربند دوام مومي که څنګه. د مېرکل په وينا د نوو بنديزونو لګول کېدل به په دې پوري هم مربوطه وي چي روسي عسکر بېرته له سيمي ايستل کيږي او يوه حايله سيمه رامنځ ته کيږي که نه.

په داسي حال کي چي په زياته بيا د ناټو د ختيځي اروپا غړو هيوادونو د روسيې پر ضد د ناټو د سخت دريځ غوښتنه کوله، انګېلا مېرکل په دې وتوانېده چي پر خپله غبرګه تګلاره توافق رامنځ ته کړي. د نوموړې د غبرګې تګلاره دا ده چي د هغې په آند بايد ناټو له يو اړخه پر خپلو اصولو ټینگ پاتې سي او له بل اړخه د روسيې سره د خبرو اترو لاره هم بنده نه کړي.

انګېلا مېرکل په دې وتوانېده چي د ناټو په غونډه کي پر دې توافق رامنځ ته سي چي ناټو د روسيې سره خپل مهم قراردادونه لغوه نه کړي. په دغو کي يو مهم هغه دی چي له مخي يې ناټو د پخواني ختيځ بلاک په هيوادونو کي د نوو دايمي پوځي اډو جوړولو حق نه لري.

د روسيې د اقتصادي سيکتور پر ضد نوي بنديزونه

د اروپايي اتحاديې سرمشريزه چي د ناټو د سرمشريزي څخه يوه اونۍ تر مخه دايره سوه، پکښي د روسيې پر ضد د نوو بنديزونو پر چوکاټ توافق وسو. د دغې سرمشريزي لخوا د اروپايي اتحاديې کميسيون ته دنده وسپارله سوه چي د يوې اونۍ په جريان کي د روسيې پر ضد د نوو بنديزونو په تړاو وړانديزونه وکړي.

ياد کميسيون دغه وړانديزونه وکړل او د اروپايي اتحاديې سفيرانو د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۵مه) دغه وړانديزونه تصويب کړل. خو د دې لپاره چي دغه بنديزونه عملي بڼه غوره کړي بايد د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو حکومتونه يې جلا جلا تائيد کړي. اټکل کيږي چي دغه تائيد به د دوشنبې په ورځ وسي.

د روسيې پر ضد د نوو بنديزونو تفصيلات او جزئيات لا تر اوسه روښانه کړل سوي نه دي. دغه تفصيلات به د هغه وروسته خپاره کړل سي، کله چي د اروپايي اتحاديې ټوله غړي هيوادونه په خپلو پلازمېنو کي دغه تائيد کړي. خو دا اوس لا ويل سوي دي چي د روسيې پر ضد پلان سوي نوي بنديزونه به اقتصادي بڼه ولري. په پام کي نيول سوې چي اروپايي اتحاديې ته د ۲۰ با نفوذه کسانو پر راننوتلو بنديز ولګول سي. په پلان سوو بنديزونو کي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو څخه روسيې ته د داسي سامان آلاتو او ټيکنالوژۍ پر لېږد ممانعت هم شامله دی، چي په پوځي ډګر او د نفتو د استخراج په دستګاؤ کي ورڅخه کار اخيستل کېدلای سي.

د اوکرايين په ختيځ کي به اوربند به څومره دوام وکړي؟

د سپتمبر د ۵ مې د مينسک غونډه
د سپتمبر د ۵ مې د مينسک غونډهانځور: Vasily Maximov/AFP/Getty Images

د اروپايي اتحاديې په وروستۍ سرمشريزه کي د روسيې پر ضد د نوو بنديزونو د توافق وروسته روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د اوکرايين په ختيځ کي د اوربند لپاره ږغ وکړ چي په جواب کي يې د اوکرايين ولسمشر پېترو پوروشېنکو هم اوربند ته ژمنتيا وښودله. همدا ؤ چي د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۵مه) د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د « اوکراين د ارتباطي ډلې» په غونډه کي د کيف او بېلتون غوښتونکو تر منځ پر اوربند توافق وسو. په ياده ارتباطي ډله کي د اوکرايين، روسيې او په اروپا کي د امنيت او همکارۍ د سازمان OSCE استازي شموليت لري.

په داسي حال کي چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په محتاطانه توګه سره د رامنځ ته سوي اوربند په تړاو خوشبيني څرګنده کړې ده، د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما د دغه اوربند پر اوږد دوام شک ښودلی دی. د نوموړي په وينا «تيرو تجربو ته په کتلو سره» دی شک لري چي دغه اوربند به ټينګ پاته سي.