1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آیا د عربستان خبریال په ترکیه کې په قونسلګرۍ کې وژل شوی؟

۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبه

د جمال خاشفجي په نامه د سعودي خبریال یوه اونۍ وړاندې په ترکیه کې لادرکه شوی وو. اوس ویل شوي چې د عربستان یوه ټیم هغه په استانبول کې وژلی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي چې د دغې پیښې په هکله څرګندونې وکړي.

https://p.dw.com/p/367ao
Dschamal Chaschukdschi
انځور: Getty Images/AFP/M. Al-Shaikh

د ترکیې حکومتي ادارې په دې نظر دي چې د سعودي عربستان پیژندل شوی او د دې هیواد پر رژیم منتقد خبریال جمال خاشفجي د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی. د دغې موضوع په هکله د «واشنګټن پوسټ» په نامه امریکايي ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی.

په دې هکله د ترکیې یوه حکومتي چارواکي وویل: «د ترکیې د پولیسو د لومړنیو پلټنو په اساس، ښاغلي خاشفجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی. موږ په دې باور یو چې دغه قتل په عمدي توګه ترسره شوی دی او د وژل شوي کس جسد بیا وروسته له قونسلګرۍ لیرې کړل شوی دی.»

د ترکیې دغه حکومتي چارواکي همدا راز زیاته کړې چې هغه ډاډه دی چې د دغه خبریال د وژنې له پاره سعودي عربستان څخه یو ځانګړی ټیم ترکیي ته لیږل شوی وو. په ترکیه کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ بیا د سړي تښتونې دغه تورونه رد کړی دي.

بل لوري ته په ترکیه کې د تحقیقاتو چارواکو ویلي چې د سعودي عربستان په دغه ټیم کې ۱۵ کسان موجود وو او د تیرې سې شنبې په ورځ استانبول ته رسیدلي وو. د دغه سعودي خبریال یوه ملګري د آلمان خبري آژانس «ډي. پي. اې» ته وویل چې د جمال خاشفجي جسد ټوټې ټوټې شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې دغه پټ معلومات یې د ترکیې د پولیسو له قوله ترلاسه کړي دي.

Türkei Botschaft von Saudi-Arabien in Istanbul | Protest für Freilassung von Jamal Khashoggi
انځور: Reuters/O. Orsal

داسې اټکل کیږي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د یکشنبې په ورځ د دغې پیښې په تړوا څرګندونې وکړي.

سعودي عربستان لګول شوي تورونه ردوي
 

په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ د سړي تښتونې اړوند دغه راز تورونه رد کړي دي. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان بیا په استانبول کې د دوی په قونسلګرۍ کې د نوموړي خبریال شتون ردوي. سلمان غواړي چې د ترکیې چارواکو ته د دې اجازه هم ورکړي چې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ ودانۍ تلاشي کړي.

د سعودي عربستان اوسیدونکی ۵۹ کلن جمال خاشفجي د «واشنګټن پوسټ» په نامه امریکايي ورځپاڼې ته کار کاوه او تیر کال یې په واشنګټن کې له هیواده ليرې په تبعید کې ژوند کاوه. د نوموړي د تبعیدي ژوند تر شا اصلي دليل د سعودي عربستان د رژیم له لوري د هغه د انتقادي لیکنو پر وړاندې غبرګون او احتمالي انتقام په ګوته شوی وو او نوموړيله دې اړخه یې ویره درلوده.

دغه عرب خبریال په ترکیه کې د خپل هیواد قونسلګرۍ ته ورغلی وو څو د خپل واده له پاره قانوني اسناد برابر کړي او په لنډه موده کې واده وکړي. دغه خبریال له یوې ترکۍ میرمنې سره کوژده کړې وه. د دغه خبریال د نامزادې په خبره چې هغه له قونسلګرۍ څخه د خپل راتلونکي خاوند د راوتلو په انتظار وه. هغې پر خپله ټویټر پاڼه په دې هکله لیکلي چې له هغه وخت وروسته جمال خاشفجي [د سعودي عربستان] له قونسلګرۍ څخه بیرون نه شو.

Türkei Protestkundgebung in Istanbul für vermissten Journalisten Khashoggi | Verlobte Hatice
د وژل شوي عرب خبریال میرمن لا هم د خپل خاوند د موندلو په تمه دهانځور: Getty Images/AFP/O. Kose

اوسمهال د ترکیې او سعودي عربستان حکومتي ادارې د جمال خاشفجي د لادرکه کیدو په هکله متفاوت معلومات وړاندې کوي. انقره وایي چې داسې هیڅ شواهد، اسناد او شاهدان نه شته چې دا په ثبوت ورسوي چې جمال خاشفجي دې قونسلګري ترک کړې وي. ریاض بیا د دې څخه برعکس ادعا کوي چې نوموړی په همدې ورځ د [دوی] له قونسلګرۍ وتلی دی.

Türkei Botschaft von Saudi-Arabien in Istanbul | Protest für Freilassung von Jamal Khashoggi
انځور: Reuters/O. Orsal

په عین وخت کې د څو ورځو راهیسې ګڼ شمیر اعتراض کوونکي بیا د اعتراضونو له لارې د جمال خاشفجي د آزادیدو غوښتنه کوي. په دې ترڅ کې ترکي ادارو ویلي چې د دې هیواد لویې څارنوالۍ د سعودي عربستان د لادرکه خبریال په هکله پلټنې پیل کړي دي.