1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا موږ د تازه اوبو له کمښت سره مخ کیږو؟

۱۳۹۶ شهریور ۷, سه‌شنبه

داسې ښکاري چې زموږ په ځمکه کې به اوبه پریمانه وي. خو د زیات زراعت، د اوبو ډیرې استفادې او د اقلیم بدلون له وړاندې نه د اوبو د کمښت سیمه ایزې ستونزې را ولاړې کړې دي. د انسانانو له پاره د اوبو راتلونکی څنګه دی؟

https://p.dw.com/p/2j2eH
Indien Dürre ausgetrockneter Wasserreservoir in Gujarat
انځور: Getty Images/AFP/S. Panthaky

دا ټولو ته معلومه ده چې د ځمکې له دریو برخو څخه دوه یې اوبه تشکیلوي چې د اوبو کچه یې له یو میلیارد ترلیونه لیټرو هم ډیره ده. خو پوښتنه دا ده چې په دې صورت کې موږ د اوبو له کمښت سره ولی مخ یو؟

د ځمکې په کره کې د شته اوبو ډیری برخه مالګه لرونکې یا تروې اوبه دي او له همدې امله د انسانانو له پاره د استفادې وړ نه دي. یوازې د شته اوبو ۲.۵ سلنه یې تازه او د انسانانو د ګټې وړ اوبه دي. خو د دې تازه اوبو د شتون ترڅنګ، له دریو برخو شاوخوا ۲ برخې یې یخ دي او له همدې امله په عاجله توګه د استفادې وړ نه دي.

په دې ترتیب سره نو انسانان د تازه اوبو له یوې کم مقدار سره مخ دي ترڅو د څښاک، د خوراک په برابرولو، د ځمکو د خړوبولو او د څارویو له پاره وکارول شي. سربیره پر دې دا هم واضح ده چې اوبه یو دوراني موجود دی او له استفادې وروسته هم د استفادې وړ کرځیدلی شي. پر ځمکه کې د H2O مقدار به تل یو شان پاتې شي او ډیر به کم نه شي. خو پوښتنه دا ده چې آیا دا امکان لري چې د تل له پاره ټولو انسانانو ته په کافي اندازه اوبه برابرې شي؟

Infografik Frischwasser Vorkommen ENG

د اوبو د کمښت ستونزه

د هالنډ د ټونټي په نامه د یوه پوهنتون د یوې څیړنې له مخې چې په ۲۰۱۶م کال کې ترسره شوه، په کلني ډول د لږ تر لږه یوې میاشتې له پاره به ۴ میلیارده انسانان د اوبو له کمښت سره مخ وي.

په ځینو سیمو کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله له وړاندې نه ګڼ شمیر خلک اغیزمن شوي. په افریقا کې میلیونه انسانان به د دوامدارې وچکالۍ له امله د لوږې او د ناروغیو له ګواښ سره مخ شي. د ملګرو ملتونو د وړاندوینو په حواله، پاکستان به ښايي تر ۲۰۲۵م کال پورې د اوبو له اړخه له سخت کمښت سره مخ شي.

Indien Hitzewelle Wasserknappheit in Neu Delhi
انځور: DW/M. Krishnan

په نړۍ کې د اقلیم بدلون به دغه ستونزه نوره هم شدیده کړي او حالات به لا پسې خراب کړي. د اقلیم بدلون په اصل کې د آب او هوا سیستم ګډوډوي او په ټوله نړۍ کې د اوبو ګردش تر منفي اغیزې لاندې راولي چې له امله یې د نړۍ په ځینو برخو کې به وچکالي او د اوبو کمښت رامنځ ته شي او په ځینو نورو سیمو کې به سیلابونه او نورې طبیعې پیښې زیاتې کړي.

 د ځمکې لاندې اوبه له خپل حد څخه ډیرې استفاده او ایستل شوې دي، سمندرونه او جهیلونه وچ شوي او یا هم ډیر ککړ شوي دي. د واټر ایډ په نامه له یوه سازمان څخه د اوبو په برخه کې د کارپوه وینسینت کاسي په وینا د دې له پاره چې د اوبو د کمښت له معضلې سره مبارزه وشي نو حکومتونه اړ دي چې د اوبو رسونې په برخه کې پر بنسټونو او د اوبو په ذخیره کولو کې لا ډیره پانګونه وکړي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل چې تر ټولو ستره ننګونه دا ده چې اوبه تل هلته چې ورته اړتیا وي او هر وخت چې اړتیا وي نه موندل کیږي. هغه وړاندیز کوي چې د دې له پاره چې خلکو ته اوبه په ډاډه توګه برابرې شي نو د اوبو د کمښت د مخنیوي او د ویش په هکله باید ډیرې پانګونې وشي.

Infografik Wasserknappheit weltweit ENG

د زراعت تنده

زراعت د بشریت هغه برخه ده چې د اوبو ډیره تنده لري. د ځمکې لاندې اوبو شاوخوا ۷۰ سلنه په کرنه او زراعت او یا هم د څارویو له پاره کارول کیږي. په ځینو سیمو کې بزګرانو له وړاندې نه په داسې هڅو پیل کړی چې وکولای شي خپل پټي او کرهنیزې ځمکې په اغیزمنتیا سره خړوبې کړي. خو څیړونکې په دې باور دغه چې دغه راز هڅې پایلې نه لري او کافي نه دي.

                  

د بیلګې په توګه د هسپانېې د رومي بانجانو د کرکیل په سیمو کې بزګر له نوې ټکنالوجۍ کار اخلي ترڅو په راتلونکو کلونو کې د اوبو مصرف را ټيټ کړي. خو په ټوله کې د هسپانیې دغه سکتور کوم چې د اروپا د رومي بانجانو له څلورو څخه یوه برخه حاصلات ورکوي، د اوبو د شته سرچینو څخه څو برابره ډیرو اوبو ته اړتیا لري. په پایله کې دغه سیمه د اوبو له کمښت سره مخ کيږي.

د اوبو له پاره ډیریدونکې تقاضا

د اوبو د مدیریت په هکله یوه بله ستونزه دا ده چې د هرې ورځې په تیریدو سره د اوبو تقاضا مخ پر زیاتیدو ده. د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله، انسان په ورځني ډول ۲۰ لیټره اوبو ته اړتیا لري ترڅو د خپل ځان د پاک ساتلو، څښاک او خوراک له پاره ترې کار واخیستل شي. په دې مصرف کې د کالیو او ځان مینځلو اوبه شاملې نه دي.

Tunesien Bewässerung in der Landwirtschaft im Raum Kairouan
انځور: Imago/Photothek

په ورته وخت کې په صنعتي او پرمختللو هیوادونو کې د اوبو مصرف خورا لوړ دی. د بیلګې په توګه په آلمان کې په اوسط ډول یو شخص ۱۴۰ لیټره اوبه مصرفوي. یوازې د کمود له پاره د ورځې ۳۰ لیټره اوبو ته اړتیا ده.

بل لوري ته د اوبو غیر مستفیمه استفاده ډیره لوړه ده. د بیلګې په توګه د یوه ترموذ قهوې د تولید له پاره ۸۴۰ لیټره اوبه کارول کیږي. د دې سربیره د یوه پتلون د تولید له پاره شاوخوا ۸۰۰۰ لیټره اوبه مصرفیږي.

د اوبو د برخې کارپوهان وړاندیز کوي چې د اوبو د کمښت او د بشریت د بقا له پاره باید د نړۍ هر یو انسان لاس په کار شي او د اوبو د زیاتې استفادې مخنیوی وکړي.