1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د مهاجرو د سن طبي معلومول به د قانون برخه وګرځي؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

په آلمان کې د یوه مهاجر سن د ځوانانو د چارو له چارواکو سره په لومړۍ مرکه کې ټاکل کیږي. ډیر ژر به د محکمې د یوه حکم پر اساس، چارواکي دې ته اړ شي چې د دوی عمر د طبي معاینانو له لارې کړي، داسې یو اقدام چې جنجالي ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2wi3y
Symbolfoto Medizin: Röntgenbild Handgelenk
انځور: picture-alliance/N. Lange

د آلمان فدرالي اداري محکمه به د پنجشنبې په ورځ دا پریکړه وکړي چې آیا د مهاجرو د سن معلومولو له پاره به طبي معاینات د قانون برخه وګرځي او که به د اوس په شان یو استثنايي حالت پاتې شي. د محکمې په دغې قضیه کې د یوه افغان مهاجر پر یوه درخواست باندې پریکړه کیږي چې وروسته تر معایناتو معلومه شوه چې دغه افغان مهاجر یو بالغ کس دی.

آلمان ته راغلي بې سرپرسته تنکي مهاجرین د آلمان د فدرالي قانون په اساس اوسمهال د آلمان د ځوانانو د ځايي سازمان له لوري پالل کیږي. دغو ادارو ته سپارښتنه شوې ده چې د مهاجرو سن تعین کړي او یا په ځینو حالاتو کې یې د دوو تنو متخصصینو له خوا په اصطلاح تر فزیکي لیدو وروسته سن ټاکل کیږي. که چیري په دغه حالت کې د یوه مهاجر د عمر په هکله د پام وړ شک موجود وي، نو بیا دغه دفتر یا اداره اړ ده چې د عمر د معلومولو له پاره یې طبي معاینات ترسره کړي.

په دې ترتیب، اوس د آلمان اداري فدرالي محکمه باید د نهايي پریکړه کوونګي په توګه دا معلومه کړي چې د سن معلومولو له پاره د مهاجر لیدل او معاینه کول یوازې په هغه حالت کې د تطبیق وړ دي چې یو مهاجر په واضح توګه کم سنه یا بالغ وي. د اوستفالیه پوهنتون د ساینس له څانګې څخه ګایدو کیرشهوف په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «دا به نو په دې معنی وي چې د یوه مهاجر د سن معلومولو له پاره طبي معاینات به یوازې په هغه صورت کې نه کیږي، کله چې ټولنیز کارکوونکي د یوه مهاجر د سن په تړاو توافق ولري.» په پاتو نورو ټولو قضایاوو کې به د فدرالي حکومت له خوا تائید شوي طبي معاینات ترسره شي.

یو احساساتي بحث

د آلمان په فرایبورګ کې د طب د پوهنځي د یوې ۱۹ کلنې محصلې او همدا راز په کاندل ښار کې د یوې بلې ۱۵ کلنې آلمانۍ نجلې تر وژل کیدو وروسته، د مهاجرو د سن مسئله په آلمان کې د بحث په یوه توده موضوع بدله شوې ده. په یادو دواړو پیښو کې، فاعلین په ښکاره توګه کم سنه ښوول شوي دي، داسې یو حالت چې ځینې ګټې هم له ځانه سره لري.

په آلمان کې کم سنه مهاجر د مهاجرو په عمومي استوګنځایونو کې نه اوسیږي، بلکي دوی د ځوانانو له پاره په خاصو کورنو کې ساتل کیږي. دوی همدا راز د رواني درملنې او زده کړې له پاره آسانه او ډیر چانس لري. د کم سنه مهاجرو له پاره د کورنیو الحاق هم آسانه دی او سربیره پر دې دوی د اخراج د ګواښ پر وړانډي مصؤن دي.

Deutschland - Symbolbild Minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د آلمان په جنوبي ایالت بادن وورتمبرګ کې د مهاجرو د شورا مدیر سیان مک ګینلي، دا نه ردوي چې د دغو ګټو په پام کې نیولو سره ځینې مهاجر به آلمان ته په رارسیدو سره خامخا ځانونه د خپل اصلي سن په پرتله کم سنه معرفي کوي. خو بیا هم هغه په دې باور دی چې د سن معلومولو له پاره د طبي معاینانو پلویان به په لومړي سر کې دا وښيي چې د مهاجرت د سیاست په هکله دوی سخت دریځ لري.

مک ګینلي په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «دوی په دې کار سره ښيي چې دغه راز معاینات داسې دي لکه د وني د تنې د حلقو په واسطه چې عمر یې معلوميږي، خو داسې نه ده.» د ونې د تنې په داخل کې چې هر څومره د مختلفو رنګونو حلقي ډیري وي، په همدې اندازه د ونې عمر ډیر وي.

Infografik unbegleitete minderjährige Flüchtlinge englisch

د معیار ټاکلو له پاره سیاسي ملاتړ

د روان کال په جنوري میاشت کې، په آلمان کې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا «اې. ایف. ډي» په پارلمان کې یو وړاندیز مطرح کړ چې له مخې یې د هغو مهاجرو له پاره د زندان سزا غوښتنه وکړه چې د خپل سن په هکله دروغ وايي. د آلمان له پاره بدیل ګوند همدا راز په هغه صورت کې چې د یو کس د سن معلومولو له پاره د اسنادو د نه وړاندې کولو په صورت کې د اجباري معایناتو غوښتنه هم وکړه.

د آلمان د زارلاند ایالت پخواني ایالتي لومړي وزیرې انیګریت کرامپ کارین په باور چې اوسمهال د انګلامیرکل د ګوند یعنې محافظه کاره مسحي ديموکرات اتحاد مشري پر غاړه لري هم په ټول هیواد کې د یوه معیاري سیستم رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه. د آلمان د نورو ایالتونو برعکس، په زارلاند کې کم سنه مهاجرین په یوه مرکز کې معاینه کیږي. په دې مرکز کې د ترسره شوو معایناتو په ترڅ کې معلومه شوه چې ۳۵ سلنه هغه کسان چې وايي سن يې کم دی، تر معایناتو وروسته معلومه شوه چې هغوی بالغ کسان دي.

د سن جنجالي معاینات

په عمل کې، په ټول آلمان کې د مهاجرو د سن معلومولو په موخه ترسره کیدونکي معاینات یو تر بله توپیر لري. هغه مهال چې د یوه مهاجر د سن په هکله شک را پیدا شي، په دې صورت کې لومړی د هغه یا هغې ظاهري جوړښت، بیا وروسته فزیکي، د مخ او د ویښتانو وضعیت ارزول کیږي. په دې ارزونو کې د هغوی د جنسیتي غړو معاینات بیا شامل نه دي. له دې هاخوا، د یو کس سن د هغه یا هغې د غاښونو، هډوکو او د خاسرې د لګن د اکسرې په واسطه هم معلومیږي. په دې راز معایناتو کې د اشتباه کچه شاوخوا تر دوو کلونو پورې اټکل کیږي.

په دې راز معایناتو کې اخلاقي اړخ هم شامل دی. د روان کال په پیل کې، د آلمان د طبي ټولنې مشر فرانک اولریش مونتګومری آلمانۍ ورځپاڼې «زود دویچه څایتونګ» ته ویلي ول چې د طبي ضرورت پرته د یو کس د اکسري معاینات په دې معنی دي چې د یو شخص په فزیکي شخصي حریم کې مداخله وشي.

زموږ له آرشیف څخه: